1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمیزیر: له افغانستان څخه د سرتیرو د را ایستلو لپاره جشن نه نیسو

۱۳۹۰ آذر ۲۶, شنبه

د المان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر، په یوه مرکه کې ویلي چې له افغانستان څخه د سرتیرو د راویستلو لپاره جشن نه نیسو، ځکه چې ډیر کارونه لا تر اوسه په مخ کې پراته دي.

https://p.dw.com/p/13UkX
د آلمان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر.
د المان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر.انځور: picture alliance/dpa

د توماس دیمیزیر په نظر له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو ایستل به د پلان سره سم عملي کیږي، خو د دې لپاره به کوم جشن او یا ځانګړي مراسم ونه نیول شي.

د مسیحي دیموکرات دغه سیاست وال د آلمان له خبري آژانس ، DPA سره په یوه مرکه کې وویل:

« زه فکر نه کوم چې د سل تنو سرتیرو د ایستلو لپاره دې لازمه وي چې مونږ یو جشن ونیسو. دا کار کیدای شي چې په ۲۰۱۴م کال کې، کله چې په ټولیزه توګه د افغانستان پوځي ماموریت پای ته ورسیږي، وشي.»

دیمیزیر وویل چې خپل هیواد ته د یو څو ټولګیو بیرته ستنول کومه غټه خبره نه ده.

د دفاع وزیر د وینا له مخې د آلماني سرتیرو لومړي سرتیري ښایي د مسیحي میلاد د اختر ( کرسمس) له لمانځنې څخه مخکې خپلو کورونو ته ستانه نه شي. هغوي به د جنوري په پیل کې آلمان ته ورسیږي.

د آلمان د فدرال حکومت کابینې د تیرې چهارشنبې په ورځ هغه یو پلان تصویب کړ چې د هغه له مخی به آلماني سرتیري له افغانستان څخه په تدریجي ډول د ۲۰۱۴م کال تر پاې ایستل کیږي. دغه پلان باید د آلمان د فدرالي شورا (بوندس تاګ) له خوا هم تصویب شي. د نوموړي پلان له مخی د څه د پاسه ۵ زره سرتیرو څخه چې په اوسني وخت کې د هندوکش د غرو په لمنه کی میشت دي، ۱۰۰ تنه به یې د ۲۰۱۲م کال د جنوري تر پایه خپل هیواد ته بیرته ستانه شي.

د افغانستان لپاره د آلمان د حکومت نوی پوځي ماموریت به چې د ۲۰۱۲م کال د فبروري له پیل سره د تطبیق وړ دی، یواځې د ۴۹۰۰ سرتیرو د پاتې کیدو اجازه ورکړې. له هغې وروسته به د ۱۲ میاشتو په موده کی به ۵۰۰ سرتیري هم بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو د آلمان د دفاع وزیر وویل چی په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې ښایي نوراضافی سرتیري واستول شي ترڅو د پاتې سرتیرو د ایستلو لپاره بندو بست وکړي. هغه وویل:

« ایستل یوه ستونزمن او کړکیچن کار دی. نه یواځي سرتیري، بلکه د هغوي تجهیزات، سامان او اسباب هم باید وایستل شی. د دې کار لپاره باید بنسټيزي لارې چارې ولټول شي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د هغو سرتیرو لپاره چې په اضافي توګه د نورو د ایستلو په موخه هلته استول کیږي، لازمه ده چې د آلمان پارلمان یوه نوې پریکړه تصویب کړي. هغه ټینګار وکړ:

« مهمه موضوع دا ده چې هر څه د پلان سره سم سرته ورسول شي او د سرتیرو ایستل بې اعتباره او تاواني نه شي.»

دیمیزیر یو ځل بیا وویل چې په ۲۰۱۴م کال کې د آلماني جنګی سرتیرو د ایستلو سره سره، آلمان به افغانستان یواځې پرې نه ږدي. هغه وویل آلماني پوځ دنده لري چې افغان امنیتی ځواکونه وروزي. دغه پوځي روزنکي به په افغانستان کې پاتې کیږي. هغه وویل چې د دغو روزونکو ماموریت هم له خطرونو سره مل دی، ځکه لا تراوسه ډیر وختی دی چې سړی دې د یو « ثبات لرونکي» افغانستان څخه خبري وکړي. خو د هغوي د ماموریت څرنګوالی او جوړښت د جنګي سرتیرو سره تو پیر لري. ښایې هغوي له هغه یو خطر سره مخامخ نه شي چې په اوسني وخت کې سرتیري ورسره مخامخ دي.

دا چې وروسته له ۲۰۱۴م کال څخه به د ۱۳۰ زرو بهرنیو سرتیرو څخه څه شمیر به یې په افغانستان کې پاتې شي، د آلمان د دفاع وزیر ونه غوښتل چې اټکل یې وکړي. دیمیزیر وویل:

« له تکتیکي لحاظه ښایي دا غوره نه وي چې په دې هکله دقیق معلومات وړاندي شي چې په راتلونکې کې څه کول غواړو.»

دا چې د ناټو یو لوړ پوړي جنرال په افغانستان کې د ۱۵ زرو نړیوالو سرتیرو د پاتې کیدو خبره کړې ده، د آلمان د دفاع وزیر وویل چې هغه په دې هکله په « یقین سره څه نه شي ویلای.»

توماس دیمیزیر یادونه وکړه چې د آلمان د پوځ د افغانستان په ماموریت کې همدا اوس ډیر زیات بدلون راغلی دی. هغه زیاته کړې چې رښتیا خبره دا ده چې د آلمان پوځ، ښایې هم د آلمان امنیتي سیاست، د افغانستان د ماموریت سره په نړیوال ایتلاف کې د لومړی ځل لپاره د پوخوالی پړاو ته ورننوت. د هغه په وینا د دې خبری ښه ثبوت دا دی چې د افغانستان په شمال کې نړیوال ماموریت د آلمان د پوځ تر قوماندانې لاندې سرته رسول کیږي.

د آلمان د دفاع د وزیر په نظر وروسته له دې ښایې داسی نور نړیوال ماموریتونه د آلمان د پوځ په غاړه واچول شي. هغه وویلي، « له مونږ څخه د زیات څه انتظار کیږي.»

آژانسونه/ حیکم عبدالباري
کتونکی: سید ریاض