1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمیزیر: په کلیساو کې د مهاجرو شمیر اوس هم لوړ دی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر یو وار بیا په کلیساګانو کې د مهاجرو د پناهندګۍ ورکولو پر لړۍ نیوکه کړې. د هغه په اند اوس هم په کلیساګانو کې د پناه ورکونکو مهاجرو شمیر ډیر لوړ دی.

https://p.dw.com/p/2dHjF
Kirchenasyl armenische Familie 1994
انځور: picture-alliance/dpa/J.P.Kasper

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د پروتستان کلیساګانو خبرې آژآنس سره په خبرو کې یو وار بیا په کلیساګانو کې د مهاجرو د پناهندګۍ په مخ پر ډیریدونکي بهیر نیوکه کړې. دیمیزیر په عین وخت کې ټینګار وکړ چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې او کلیساګانو تر منځ په دې اړه (تر اوږدو جنجالونو وروسته) رامنځته شوې موافقتنامه اغیزمنه ده.

د آلمان د کار ټولنۍ تیر کال په کلیساګانو کې د پناه ورکونکو مهاجرو شمیر ۶۹۲ تنه ښودلې وو. د دغې ټولنۍ په حواله په اوس وخت کې ۵۲۸ تنه مهاجرو په کلیساګانو کې خپله پناهندګۍ ورکړې ده چې په دوی کې ۱۴۰ تنه قانوني سن ته نه رسیدلي ماشومان هم شامل دي.

وروسته تر دې چې توماس دیمیزیر پر کلیساګانو انتقاد وکړ چې مهاجرو ته په پناه ورکونې سره د آلمان معتبره قانون نه مراعاتوي، له دوی یعنې کلیساګانو سره یوې نوې موافقې ته ورسید.

د دې موافقتنامې تر ټولو مهم ټکی د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې او د کلیساګانو د مسئولینو تر منځ د نږدې اړیکو ټینګول وو.

ډیري هغه مهاجر چې کلیساګانو ته پنا ور وړې او یا هلته پناهندګۍ ورکوې اکثره هغه کسان دي چې د دوبلین له سیستم سره ارتباط لري. د دوبلین د سیستم پر بنسټ دعه مهاجر باید د اروپایې اتحادیې هغه هیواد ته بیرته واستول شي، چې په لومړي سر کې ورته دغه مهاجر داخل شوی دی.

د آلمان په کلیساګانو کې له ۳۱۲ مهاجرو له جملې څخه ۲۵۷ تنه یې د دوبلین له موافقتنامې پورې ارتباط پيدا کوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر پر دې وضعیت د انتقاد کولو سره وویل: «په ځنو مواردو کې چې موضوع د اروپایې اتحادیې یوه بل غړي هیواد ته د مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله وي، د هغې تر شا د دوبلین له سیستم څخه اساسي سرغړونه موجوده ده، نه د یوه انفرادې مورد په هکله ځانګړې او لویه اندیښنه.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.07.2014):