1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آسترالیا لومړی وزیر افغانستان ته ورسید

AFP/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ مرداد ۶, یکشنبه

د آسترالیا لومړی وزیر کیوین رود، په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی دی، چیرې چې هغه د خپل هیواد له سرتیرو سره ولیدل. رود آسترالیایي سرتیرو ته وویل چې اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې دوی بیرته خپل وطن ته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/19FLg
انځور: picture alliance/AP Photo

رود چې څلور اوونې مخکې بیرته د خپل لیبرال ګوند د مشر په توګه وټاکل شو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۸مه) له خپلی میرمنی تېرسه راین، سره د افغانستان مرکزي ولایت اروزګان ته ورسید. په دغه ولایت کې آسترالیایي سرتیري د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک، ایساف په چوکاټ کې پوځي ماموریت سرته رسوي.

رود د اروزګان په مرکز ترین کوټ، کې خپل سرتیرو ته په وینا کې وویل: «د یوه پیاوړي آسترالیایي ولس په استازیتوب زه دلته راغلی یم ترڅو تاسو، د آسترالیا د وسلوال ځواک نارینه او ښځینه منسوبینو ته د هغه خدمت په خاطر چې تاسو تر سره کړی دی، مننه څرګنده کړم.»

میرمن راین د یوه آسترالیایي صدراعظم لومړۍ میرمن ده چې له یوې جګړه ځپلې سیمې څخه لیدنه کتنه کوي. راین وویل، هغه ویاړي چې له خپلو سرتیرو سره یې ولیدل. د آسترالیا د لومړي وزیر میرمن ته د هغو مرستو په هکله معلومات ورکړل شول چې آسترالیایي سرتیرې یې په افغانستان کې سرته رسوي.

آسترالیا هم د نړۍ د هغو هیوادونو له جملې څخه دی چې په امریکا متحده ایالاتو باندې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې له حملو وروسته یې د نوموړي کال په پای کې افغانستان ته خپل سرتیري واستول.

آسترالیایي ځواکونه د اروزګان په ولایت کې میشت دي
آسترالیایي ځواکونه د اروزګان په ولایت کې میشت ديانځور: Getty Images

صدراعظم رود د خپل هیواد سرتیرو ته په وینا کې وویل: «کله چې څو میاشتې وروسته به دلته د وروستي ځل له پاره د آسترالیا بیرغ راکښته کړای شي، تاسې به د تاریخ یوه برخه وګرځې.»

آسترالیا په افغانستان کې په ټولیزه توګه څه ناڅه ۱۵۵۰ سرتیري لري چې یوه زیاته برخه به یې د روان میلادي کال تر پايه پورې خپل وطن ته ستنه شي. هغوی به په ترینکوټ کې خپله پوځي قرارګاه افغان ځواکونو ته وسپاري.

ویل شوي دي چې د نوموړي هیواد ۳۰۰ پوځي منسوبین به په افغانستان کې پاتې شي. هغوی به د پوځي مشاورینو او روزونکو په توګه په کابل او کندهار کې دنده تر سره کړي.

د افغانستان د تیرې څه د پاسه یوې لسیزې جګړې کې ۴۰ آسترالیایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغوی ورستی سرتیری چې د آسترالیا له ځانګړو ځواکونو سره یې تړاو درلود، د جون په میاشت کې د سپکو وسلو په ډزو سره ووژل شو.

یوه سرتیري د آسترالیا یوې راډیويي او تلویزوني خپرونې ته وویل چې دی «ډیر ویاړ» لري چې لومړی وزیر په داسې حال کې چې په خپل هیواد کې مخکې له وخت څخه د پارلماني ټاکنو په وجه تر فشار لاندې دی، په اروزګان کې له خپلو سرتیرو سره ولیدل.

دغه سرتیري زیاته کړه: «لومړي وزیر د خپل زیات مصروفیت سره سره، وخت پیدا کړ چې دلته راشي ترڅو زموږ له پاره یو څه وکړي. دا یو ډیر غوره کار وشو. هغه د آسترالیا له ملاتړ څخه سل په سلو کې برخمن دی، هغه موږ ته ویاړ راوبخښه.»

د آسترالیا لومړی وزیر د سیاسي فشارونو له امله له ټاکلې مودې څخه یو کال مخکې د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو اعلان کړی دی.

آسترالیا ویلي دي چې له ۲۰۱۳ کال څخه وروسته به د افغان امینتي ځواکونو روزنی ته دوام ورکړي، خو دا یې څرګنده کړې نه ده چې د هغوی ځانګړي ځواکونه به د اوسني ماموریت چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې دوام کوي، وروسته څه احتمالي نقش ولري.