1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آسيائی فوتبال له کار پوه احسان بهادر سره مرکه

۱۳۸۵ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د فوتبال د اتلولی د نړیوالو لوبو په نیمائی فاینل کی یواځی د لویدیځی اروپا ملی تیمونه پاتی دی.

https://p.dw.com/p/DMpg
انځور: AP

د جنوبی امریکی تیمونه په څلورم فاینل کی ووتل او آسیائی څلور تیمونه، جاپان، جنوبی کوریا، سعودی عربستان او ایران د لوبو له لومړی پړاو څخه هم سر را پورته نه کړل. دا چی ولی آسیای تیمونه دومره کمزروی ؤ او ولی آسیا کی فوتبال دومره غښتلی نه دی لکه په اروپا او جنوبی امریکی کی، مونږ د آسیای فوتبال له یو کار پوه، احسان بهادر سره ځانگړی مرکه کړی چی غوږ به ورته ونیسو:

پوښتنه: ستاسو په نظر د آسیائی فوتبال ستونزه په څه کی وه ، ایا هغوی ښه لوبغاړی نه درلودل، او که د هغوی د فوتبال سویه دومره لوړه نه ده چی د نړی له فوتبال سره سیالی وکړای شی که څنگه؟

ځواب: دا خو ښکاره ده چی د آسیائی فوتبال سویه د اروپا په پرتله ډیر ټیټه ده. همدا راز د جنوبی امریکی له فوتبال سره هم پرتله کیدای نه شی، که څه هم په آسیا کی ځینی ښه تیمونه ، لکه جاپان، ایران ، جنوبی کوریا او هم سعودی عربستان شته دی. البته په دغو تیمونو کی داسی لوبغاړی دی چی هغوی په اروپائی تیمونو کی لوبی کوی، خو د فوتبال دغه ستوری نه شی کولای چی په یواځیتوب سره د خپلو ملی تیمونو لپاره څه وکړای شی.. په نړیوالو لوبو کی دهغوی بریالیتوب دلوبو لپاره په تیاری او چمتوالی پوره اړه لری. د مثال په توگه د ایران تیم دی لوبو ته ښه تیاری نه وه نیولی. همدا راز جاپانی تیم هم همدا ډول ؤ، که څه هم د هغو ځینی لوبغاړی په اروپائی تیمونو کی لوبی کوی. خو هغوی دملی تیم له لوبغاړو ښه همآهنگی نه دلوده.

پوښتنه : آسیائی تیمونه د فوتبال په نړیوالو لوبو کی ناکامه شول، ستاسو په نظر ایا دغه ناکامی د هغو تیمونو لپاره یو شاتگ دئ او که یوه تجربه چی په خپل ځان کی بدلون راولی.

ځواب : ښکاره ده چی هر ماته تل د یو تیم لپاره باید یوه تجربه وی چی په خپل کمزورتیا باندی پوه شی، هغه پیدا کړی، او بیا د هغو د سمولو لپاره کار وکړی ، خپلی دغه کمزوری په قوت بدله کړی. خو که چیری په هغی باندی کار ونه کړی ، او د هغی د له مینځه وړلو لپاره د حل لاره پیدا نه کړی ، ښکاره ده چی کمزورتیا پاتی کیږی. او بل ځل بیا تکراریږی. خصوصا باید د راتلونکو نړیوالو لوبو لپاره چی په 2010 کی په جنوبی افریقا کی نیولی کیږی، همدا اوس تیاری ونیول شی، هغه خلاوه چی په دی نړیوالو لوبو کی وی، هلته باید تکرار نه شی. خپل پخوانی کمزورتیاوی باید په قوت بدلی شی.

پوښتنه: تاسی چی د آسیائی فوتبال کار پوه یاستی، ایا فکر کوی چی اسیائی تیمونه به دا کار وکړی ، یعنی د خپلو پخوانی اشتباهاتو مخه به ونیسی..

ځواب: رښتیا خبره دا ده چی په آسیائی تیمونو کی ځینی لوبغاړی دی چی خپل ځان په نورو لوړ گنی چی په زه ئی بازی کن سالاری بولم. بازی کن سالاری په دی معنی چی ځینی لوبغاړی گمان کوی چی هغوی هیڅ اشتباه نه لری، او څه چی هغوی کوی یا وائی هغه صحیح دی. هغوی باید حتما ب په تیم کی اوسی، حال دا چی دا نظر سم نه دئ، ډیر نور استعدادونه شته دی ، چی باید د هغو له استعداد څخه کار واخیستل شی، په آسیای تیمونو کی زیات په هغو لوبغاړو تکیه کیږی چی هغو شهرت لری. حال دا چی ډگر باید د نوو استعدادونو په مخ پرانیستل شی. نوی استعدادونه چی نوم او نشان نه لری، هغوی په لوبو کی له خپل ځان څخه مهارت ښکار کوی تر څو خپل نوم اوچت کړی.که څه هم جاپان او جنوبی کوریا دغه ټکی ته متوجه شوی ؤ ، څرنگه چی جنوبی کوریا د 2002 کال په لوبو کی ښه پرمختگ وکړ ، خو له هغی وروسته بیا مو د 2006 کال په لوبو کی ولیدل چی ښه لوبه ئی ونه کړه . جنوبی کوریا ونه شو کړای چی د خپل تیم قوت هغه سی وساتی لکه چی په تیروو لوبو کی ئی درلوده.

لنډه دا چی د اسیا او اروپا د فوتبال تر مینځ کوم توپیر چی موجود دئ، فکر نه کوم چی داسی په آسانی سره له مینځه لاړ شی. ځکه ډیری پانگ یته اړتیا ده، چی نوی استعدادونه ومیندل شی، په اروپا کی مثلا د هالند هیواد د فوتبال ښونځی لری،مونږ په آسیا کی د فوتبال کومه خاصه ښونځی نه لرو . د ملی تیم لپاره باید نوی استعدادونه ومیندل شی، په هغوی باندی باید مخکی له مخکی ډیر کار وشی، داسی نه چی په هماغه کال چی نړیوالی لوبی پیل کیږی، په هغه کال کی د ملی تیم غړی وټاکل شی، او پرته له کوم تیاری څخه نړیوالو لوبو ته واستول شی.
د آسیای فوتبال کار پوه احسان بهادر ؤ چی د آسیائی فوتبال په وضیعت ئی مونږ سره خبر وکړی.