1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ASEAN د یوه گډ بازار د رامنځ ته کولو هڅې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۲, پنجشنبه

د میانمار په پلازمینه نیپيداو کې د (ASEAN) یا د سویل ختیځي اسیا د هیوادونو د ټولنې سرمشیزه پيل شوې ده. پر نورو موضوعاتو سربیره د تجارتي خنډونو د له منځه وړلو پر موضوع باندې هم بحثونه کیږي.

https://p.dw.com/p/1DmN0
انځور: picture-alliance/dpa/A. Rahim

د میانمار ولسمشر تین سین، د دغه سرمشریزي په پرانیست غونډه کې د هغو پرمختگونو ستاینه وکړه چې تر ۲۰۱۵م کاله پورې د یوه گډ بازار د جوړلو له پاره د سیمه ییزو مارکیټونو د ادغام او د سوداگرۍ او گمرگي تعرفو په برخه کې د خنډونو د لیرې کولو له کبله په لاس راغلي دي. خو هغو په خپلو خبرو کې وویل چې لا هم ډیر کار ته اړتیا ده.

د سرمشریزي په اجنډا کې د ایبولا د وایرس پر ضد گډه مبارزه او د اسلامي دولت نومې تندلارې ډلې پر ضد گډ دریځ، موضوعات هم شامل دي. د سویل ختیځي آسیا د هیوادونو د ټولنې له یو شمیر هیوادونو لکه اندونیزیا څخه د اټکلونو له مخې په لسگونو جنگیالي د عراق او سوریې جگړې ته ورغلي دي. په اندونیزیا کې د نړۍ تر بل هر هیواد ډیر مسلمانان ژوند کوي.

یوه بله موضوع له چین سره په جنوبي سمندرگي کې د دغه ټولنې د یو شمیر غړو هیوادونو د ملکیت پر سر شخړه ده. دغه شخړه په سیمه کې د ترینگلتیا د لا زیاتیدو سبب گرځیدلې ده. په کراتو د نورو هیوادونو له کښتیو سره د چین کښتۍ ټکر شوي دي. د پیکنیگ حکومت د دغه سمندرگي د یوې لویې برخه د مالکیت ادعا کوي.

مهم میلمانه

میانمار چې پخوانی نوم یې برما دی، اوس د دغې ټولنې مشري پر غاړه لري. په ټوله کې دغه ټولنه لس غړي هیوادونه لري. په دغه ټولنه کې د فلیپین، ویتنام، مالیزیا، برونایي، کمبودیا، اندونیزیا، لاووس، سېنگاپور او تایلنډ هیوادونه شامل دي.

په دې غونډه کې د ولسمشر اوباما په گډون ډیر شمیر نړیوالو مشرانو گډون کړی دی
په دې غونډه کې د ولسمشر اوباما په گډون ډیر شمیر نړیوالو مشرانو گډون کړی دیانځور: Reuters

په دغه سرمشریزه کې یو شمیر مهم میلمانه لکه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د چین لومړی وزیر لي کچیانگ، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د روسیې لومړی وزیر دیمتري مېدوېدېف، د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او همداشان د جنوبي کوریا، آسترالیا او د نیوزيلند هیوادونو استازي گډون لري.

د دیموکراسۍ په برخه کې د شاتگ په هکله د اوباما نیوکه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پلازمنیې نیپيداو ته تر تللو د مخه په میانمار کې د بشري حقونو په برخه کې «پر شاتگ» باندې نیوکې کړې وې. اوباما په خپلو څرگندونو کې ویلي وو: «پرمختگونه هغسې گړندي نه ول، چې څلور کاله تر مخه په انتقالي دوره کې یې ډیری خلکو هیله کړې وه.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو څرگندونو کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د محکمې د حکم پرته د قتلونو د جنسي تیریو او د جبري کارونو په هکله رپوټونه ورکول کیږي. د دغه سرمشریزي په څنډه کې د بارک اوباما او د تین سین یوه لیدنه کتنه په پام کې نیول شوې ده. همداشان اوباما به د جمعې په ورځ په رنگون کې د اپوزیسیون له مشرې آنگ سان سوچي سره وویني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب