1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آس د سر په مجسمه کې ۳۵ کلیوګرامه کوکائین کشف شوی

د دویچه ویله فارسي څانګه۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

د نیو زیلند چارواکو ویلي دي چې د آس د سر په یوې مجسمې کې یې ۳۵ کیلیوګرامه کوکائین موندلي دي چې ۱۴میلیونه نیوزیلندي ډالره ارزښت لري. دغه کوکائین د هوا له لارې له مکسیکو څخه دې هیواد ته رسیدلي وو.

https://p.dw.com/p/1JIqm
Neusseland Drogenfund in Pferdekopf-Skulptur
انځور: picture-alliance/dpa/Police New Zealand

د نیو زیلند پولیس توانیدلي دي چې په خپل تاریخ کې په یو وار تر ټولو ډیر کوکائین کشف کړي. دغه مواد د آس د سر په یوې مجسمه کې کشف شوي. د آس د سر دغه مجسمه په آلماسو سینګار شوې وه چې په هغې کې د مخدره توکو د شتون شک له منځه یوسي.

د نیو زیلند د سازمان شویو تخلفاتو کمیسار ویرجینیا لو باس، وویل چې د دغې بستې د استوونکې مرجع په اړه څیړنې روانې دي. خو هغه ټینګار کړی دی چې اوس تر ټولو مهمه خبره هغه بریالیتوب دی چې د دغې محمولې له موندلو سره پولیسو ترلاسه کړی دی.

دغه ۳۵ کیلويي محموله له مکسیکو څخه د هوا له لارې نیو زیلند ته استول شوې وه. پولیسو ویلي دي چې دغه څه یې د روان کال په مې میاشت کې کشف کړي دي.

پولیس تر څو اونیو څیړنو وروسته توانیدلي دي چې د دغې محمولې د استولو په جرم یو مکسیکويي او یو امریکایي سړی ونیسي. دغو دوو کسانو غوښتل چې د هاوایي په لور پرواز وکړي خو پولیسو بیا هغوی په قاچاقو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

ویل شوي دي چې یو بل مکسیکويي کس هم د دغې محمولې د قاچاق په تړاو د کرایست چرچ له ساحلي ښار څخه نیول شوی دی. پولیس فکر کوي چې قاچاق وړونکو پلان لاره د نیول شویو مخدره توکو یوه برخه همدې ښار ته ولیږدوي.

په ۲۰۱۱ کال کې یوې ډیرې شدیدې لزلزې د کرایست چارچ ښار یوه ډیره برخه ویجاړه کړه او اوس ډیر شمیر کسان په دې ښار کې د بیا رغونې پر چارو مصروف دي. د ویرچینیا لو باس په اند، په دې ښار کې د کوکائین له پاره د تقاضا کچه ډیره لوړه ده.

خو له مخدره توکو سره د مبارزې متخصص ریس ولکینز، بیا په دې اند دی چې قاچاق وړونکو غوښتل دغه مخدره توکې له نیو زیلند څخه استرالیا ته ولیږدوي.