1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماان د دفاع وزير تر نيوکو لاندي دی

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د آلمان د دفاع وزیر، توماس دیمیزر د «یورو هاواک» بې پیلوټه الوتکو د پروژې له امله آرام خوب نه لري. هغه لا تراوسه له دې پوښتني سره مخامخ دی چي د ناکامه شوي۶۶۰ ميلیون يورو ارزښت لرونکي پروژې څومره مسئولیت د ده پر غاړه دی.

https://p.dw.com/p/19IIF
Im Fokus der Medien steht Bundesverteidigungsminister Thomas de Maiziere (CDU) am 31.07.2013 zu Beginn der Kabinettssitzung im Bundeskanzleramt in Berlin. Der Politiker wird am Vormittag vor dem Drohnen-Untersuchungsausschuss des Bundestages gehört. Foto: Wolfgang Kumm/dpa
Deutschland Drohnen Untersuchungsausschuss Thomas de Maiziere 31.07.2013 Fotografenانځور: picture-alliance/dpa

د چهارشنبې په ورځ دیمیزیر په پارلماني جرګه ګۍ کي تر پوښتنو لاندي ونیول شو. دغه بې پیلوټه الوتکي په دې مقصد باید رانیول شوی وای، چي د آلمان د ملي پوځ له پاره کشافي دندي تر سره کړي دي. د دې له پاره چي سرتیري خپله له خطر سره مخامخ نه شي، د آلمان د هغه وخت ایتلافي حکومت چي له سوسیال دیموکرات او ګروینن یا زرغون ګوندونو څخه جوړ شوی وو، پریکړه وکړه چي بې پیلوته الوتکي دي رانیولي شي.

دغه الوتکي باید له هوا څخه اراضي تر پلټني لاندی ونیسی. د آلمان د هغه وخت لوی درستیز هرالد کویات، چي د تصیم نیولو په پرسه کي يې ګډون درلود، لا تراوسه په دې نظر دی چي پوځ باید په بې پیلوټه الوتکو سمبال شي:

«دې پروژې ته ډیره زیاته اړتیا ده. زموږ وسلوال ځواکونه اړتیا ورته لري، چي خپل یو ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسوي. سر بیره پر دې دا الوتکي د هغوی د امنیت د خوندي ساتني له پاره هم مهمی دی.»

دیمزیر: په دې پروژه کي آن په پیل کي اشتباه شوې ده

د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو له پاره امریکایی شرکت، «نارث روپ ګنمن» ته فرمایش ورکړل شوی وو او د اروپايي هوايي دفاعي- فضايي شرکت آلمانۍ څانګه، «کاسیدیان» د الوتکو د کشافي برخي له پاره د یو «سافت ور» جوړولو دنده پر غاړه درلوده. د دفاع وزیر، دیمیزیر د وینا له مخي دغه پروژه آن له پیل څخه ستونزمنه وه. هغه د چهارشنبې په ورځ جرګه ګۍ ته وویل: «د پروژې په پیل او جریان کي ستونزي وې.»

د يورو هاواک جنجالي پروژه
د يورو هاواک جنجالي پروژهانځور: picture-alliance/dpa

په می میاشت کي له نوموړي پروژې څخه لاس واخیستل شو، ځکه دغو الوتکو د آلمان په هوايي قلمرو کي د الوتلو اجازه نه درلوده. د دې له پاره چي داسي یو جواز تر لاسه کړي، لازمه وه چي په دغه پروژه کي څه ناځه نیم ميلیارد يورو نوري پیسې ولګولي شي. په دې وجه د دفاع وزارت له دې پروژې سره «خدای په اماني» وکړه. د اپوزيسیون انتقاد کوونکي پر دیمیزیر باندي تور لګوي چي هغه باید ډیر پخوا له دې پروژې لاس اخیستی وای.

د بربنډ شوو او د نه حل وړ ستونزو پر سر شخړه

د سه شنبې په ورځ د دفاع وزارت معین شتیفان بیملمنز، په پارلماني پلټني جرګه ګۍ کي د هغي خبري تصدیق وکړ چی د دفاع وزیر مخکي له دې کړې وه. هغه وویل چي «خپل آمر [د دفاع وزیر] ته د لومړی ځل له پاره د می پر ۱۳ وویل چي دغه پروژه ستونزي لري او باید ودروله شي.» دیمیزیر دغي جرګه ګۍ ته تر دې دمخه په خپله ویلي ول چي ده د بې پیلوټه الوتکو د ځینو ستونزو په هکله خبرتیا درلوده، خو په هغه وخت کي يې فکر کاوه چي هغه د حل وړ دي.»

داهغه یوه مسئله ده چي اپوزيسیون يې له وزیر سره نه مني. په جرګه ګۍ کي د سوسیال دیموکرات استازی، راینر ارنولد پر دفاع وزیر باندي تور ولګاوه چي په دې اړه يې «دروغ ویلي دي.» د زوید دویچه څایتونګ، ورځپاڼي د معلوماتو له مخي آن د ۲۰۱۲ کال په دسمبر میاشت کي دیمیزیر د یورو هاواک د الوتني د جواز د پلان په هکله د معلوماتو یو مفصله دوسیه تر لاسه کړې وه.

د چهار شنبې په ورځ «برلینر څایتونګ» یو رپوټ خپور کړ چي وايي: د دغي دوسیې په سندونو کي په زرغون رنګ چي د دفاع وزیر د خپلي خوښي رنګ دی، نښانۍ لیدلي کیږي. اپوزيسیون دا د دې نښانه ګڼي چي دیمیزير له موضوع څخه ډیر پخوا خبر وو او په دې هکله يې له ځان سره فکر کاوه چي څرنګه د حل لاره پیدا کړي.

خو هغه په پارلماني جرګه ګۍ کي هغه له داسي خبرتیا څخه انکار وکړ. د سوسیال دیموکرات استازی ارنولد، دويچه ويله آلمان ږغ راډیو ته وویل:«یو وزیر چي له واقعیت او حقیقت سره داسي چلند کوي، هغه د عامه خلکو او بیا په خاصه توګه د پوځ له اعتماد سره لوبي کوي، نو له دې کبله د دفاع وزارت له مقام سره داسي یو سړی نه جوړیږي.»

خو د ایتلافي حکومت د واکمن ګوندونو، لییرال دیموکرات او مسیحي دیموکرات سیاستوالو له دفاع وزیر څخه دفاع کوي او وايي چي د پارلمان په جرګه ګۍ کي د د دفاع وزارت د معین د خبرو تصدیق وکړ چي د دفاع وزیر له سر تر اوسه رښتیا ویلي دي او هیڅ دلیل نه لري چي هغه دي له خپلي دندې ګوښه کړل شي.