1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني عسکرولپاره د غم او وير مراسم

۱۳۸۷ آبان ۲, پنجشنبه

په کندوز کي د تيري دوشنبه تر خونړۍ پيښي وروسته اوس هم ډير خلګ دهغه څخه په حيرت کي دي . دغه سړی په هغه ناحيه کښي اوسيږي، چيري چه پر آلماني قطار باندي ځان وژونکی بريد تر سره سو.

https://p.dw.com/p/FfKT
د وژل شويو عسکرو تابوتونه جرمني ته راانتقال شولانځور: AP

دی وايي: د غم او وير د مراسمو په سرته رسولو سره دبيا ابادولو د ټيم آلماني عسکرو د خپلو وژل سوو ملګرو په خاطر د احترام مراسم پر ځای کړل. د کندوز د ولايتي شورا رييس خپله خوابدي هم د وژل سوو آلماني عسکرو،او هم د وژل سوو افغاني کوچنيانو په خاطر ښکاره کړه او ويی ويل:

د تيری دوشنبه په ورځ يوه ځان وژونکي بريدکونکي پر بايسکل باندي د آلماني عسکرو د قطار سره نژدې بم وچاودۍ، او خپل ځان يې هم ورسره هوا ته والوزاوی. په همدغه وخت کي آلماني عسکرو د افغاني امنيتي قواوو سره په ګډه دوسلو يو زيرمه تون له منځه وړۍ. دواړ ځوانو آلماني عسکرو په دغه وخت کي د زيرمه تون د شاوخوا پيره کوله، تر څو د دغو عملياتو امنيت ونيسي.

د آلماني عسکرود غم او وير په مراسمو کي په کندوس کي د 500 څخه تر 600 عسکرو برخه اخيستې وه.

Bundeswehr Übergabe der Überreste der gefallenen Soldaten
د جمعې په ورځ به د څوای بروکن په ښار کښي د غم او وير مراسم ونيول سيانځور: AP

د افغانستان د شمالي حوضې قوماندان يورګين وايګټ په وژل سوو عسکرو وياړ وکۍ، او ويې ويل چه دواړه د افغانستان په خطرناکه ماموريت پوهيدل، خو سربيره پر دې افغانستان ته تلللي وه.

د وژل سوو کسانو تابوتونه جرمني ته راانتقال سول. د جمعې په ورځ به د هغوی لپاره د څوای بروکن په ښار کښي د غم او وير مراسم ونيول سي.

په کندوز کي د آلماني پوځ وياند اعلام وکۍ، چه پر دغي خونړۍ پيښي سربيره به جرمني په افغانستان کي خپلي همکارۍ او ماموريت ته ادامه ورکي.

د دغي پيښي سره په ارتباط افغاني امنيتي قواوو دوه کسان نيولي دي ، چه يو يې د سيمي قومي سپين ږيری دی، چه دغه پيښه پکښي رامنځه سوې ده. پوليس وايی چه دوی د هغه څخه پدې منظور تحقيقات کوي، تر څو د دغي پيښي د سرته رسولو عوامل پيداکي، خو پخپله دوی په شکمنو کسانو پوري اړه نلري او ډير ژر به ايله سي.