1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني پوليسو مخابرو ته غوږ نه دی نيول سوی

۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت هغه راپورنه رد کړل چي گواکي په افغانستان کي د هغه هيواد د پوليس روزونکو مخابراتي مکالمې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی لخوا اوريدل سوي دي.

https://p.dw.com/p/131pm
«په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مخابراتي مکالمې اوريدل سوي»
«په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مخابراتي مکالمې اوريدل سوي»انځور: dpa

د پکشنبې په سهار د آلمان د بيلد ام زونتگ په نامه ورځپاني داسی خبر خپور کړی، چي گواکي په افغانستان کي د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی لخوا د جرمن پوليس روزنکو مخابرو ته غوږ نيوی.

خو د آلمان د کورنيو چاررو وزارت اوس دغه راپور رد کړی او وايي، چي د هغوی په مخابراتي سيستم کي هيڅ داسي څه نه دي پيښ سوي چي بل چا دي مکالمې اوريدلي وي.

دغه وزارت ويلي دي، چي د بيلد ام زونتگ په نامه ورځپاڼي يوې نه تصديق سوي امنيتي سرچينې په حواله دغه راپور ورکړی دی.

د آلماني رسنيو د رپوټونو له مخي د نوموړي هيواد استخباراتو د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی هغه يوه شبکه کشف کړې، چي په افغانستان کي يې د آلمان د پوليسي ځواک مخابرو ته غوږ نيوی.

د بيلد ام زونتګ نومي ورځپاني، د معلوماتو له مخه د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې «بوندس نخريښت دينست» (BND)په افغانستان کي د پاکستان د غوږ نيوني يوه شبکه کشف کړې ده.

دغي شبکې د آلماني پوليسو مخابرو ته غوږ نيوی. په رپوټ کي راغلي دي:« په دې کار سره د آلمان د پوليسي روزني ډلي چي د 2002 کال را په دې خوا افغان پوليس روزي، د مکالماتي تماسونو معلومات اوريدل سوي دي.»

په رپوټ کي زياته سوې ده، د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا د آلماني پوليسو هغه شخصي خبري چي، له خپلو کورنيو سره يې کړي او دغه رازهغه معلومات چي هغوی په برلين کي د کورنيو چارو وزارت ته د پوځي عملياتو په اړه ورکول او نور داسي معلومات لکه د آلمان د پوليسو د نومونو لستونه اوريدل سوي دي.

د بيلد ام زونتګ په رپوټ کي يادونه سوې، چي د پاکستاني استخباراتو ددغه ډول غوږ نيوني لمن په افغانستان کي نورو وسله الو ځواکونو ته هم پراخه سوې ده.

رپوټ وايي:« د آلمان پوليسي ځواک نه يوازي د خپل هيواد له وسله والو ځواکونو، بلکي د اړيکو د يو دفتر له لاري د خپلو متحدينو، امريکا متحده ايالاتو او د ناټو له ځواکونو سره په مستقيمه توکه اړيکي لري.»

آلماني ورځپاڼه د امنيتي سرچينو په حواله زياتوي، چي د معلوماتو له مخي د پاکستان استخباراتي اداره، آی اس آی او طالبان يو له بل سره ډيري نزدې اړيکي لري، او کيدای سي چي دغه معلومات طالب اورپکو ته ورکړل سوي وي.

دغه راز په رپوټ کي يادونه سوې، چي په افغانستان کي آلماني پوليسو د لگښتونو د کمولو له پاره د يو «غيرمصون تيلفوني مزي» له لاري مخابري کړي، چي دې نيمګړتيا د پاکستان استخباراتي ادارې ته د غوږ نيولو کار نورهم آسانه کړی دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل