1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلماني پوځ افغان کارکوونکي دې ومنل شي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبه

د آلمان د وکیلانو ټولنې په دغه هیواد کې د آلماني پوځ د افغان ژباړونکو د قبلیدو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوس آلمان له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو بهیر پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/19QQO
انځور: picture alliance/dpa

د دغې ټونې مدافع وکیل او د بهرنیانو د کمیسیون غړي وکتور پفاف، ویلي دي: «د دغو سیمه ییزو کارکوونکو له ډلې څخه ډیر شمیر یې له ګواښ سره مخامخ دي. دغو کسانو ډیر وخت له آلماني ځواکونو سره مرسته کړې ده.»

پفاف نیوکه وکړه او ویې ویل چې د آلمان پوځ باید د دغو کسانو د دوسیو په څیړلو ډیر وخت و نه لګوي. اوس په افغانستان کې د آلماني پوځ ۱۷۰ تنو کارکوونکو آلمان ته د راتلو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې دغه ځواکونه په افغانستان کې ټول ټال ۱۳۰۰ سیمه ییز همکاران لري.

پفاف ټینګار وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د دغو سیمه ییز کارکوونکو له ډلې ډیر شمیر یې بیکاره شي. هغه دغو کسانو ته متوجه ګواښونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «طالبانو په ۲۰۱۰ کال کې ویلي وو چې زموږ [سیمه ییز] همکاران وژني.»

د افغان حکومت وسله وال مخالفین ډیر وخت د دولتي کارکوونکي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو سیمه ییز کارکوونکي ګواښي.

تر هغه وروسته چې آلماني ځواکونه افغانستان ته ورغلل، هغوی ډیر شمیر سیمه ییزو اوسیدونکي د ژباړونکو، موټر چلوونکو او نورو کاروکوونکو په توګه وګومارل. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې څلور تنو افغانانو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړل شوې ده.

پفاف وویل چې آلمان باید د خپلو سیمه ییزو کاروونکو په اړه په انفرادي ډول پریکړه وکړي. دا په دې معنی چې د هر یوه کارکوونکي دوسیه باید په جلا ډول وڅیړل شي. خو هغه ټینګار وکړ چې دغه کار باید ډیر وخت و نه نیسي.

پلان شوې ده چې ټول نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. یو شمیر کارپوهان او سیمه ییز اوسیدونکي اندیښنه لري چې تر دې نیټې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د هغوی امنیت و نه ساتلی شي او یو ځل بیا به یې حقوق له ګواښونو سره مخامخ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب