1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني ژبي د زدکړي له پاره موبايل اېپ

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

په آلمان کي د فولکس هوخ شوله په نوم ښوونځيو اتحاديه وايي چي د موبايل له پاره د ځانګړي اېپ په مرسته غواړي چي د مهاجرو سره د آلماني ژبي په زدکړه کي مرسته وکړي. دغه پروګرام په پښتو او دري هم چمتو سوی دی.

https://p.dw.com/p/1IHWV
انځور: Google Play/Deutscher Volkshochschul-Verband e.V.

د فولکس هوخ شوله ښوونځيو اتحاديه DVV غواړي چي په آلمان کي د مهاجرو له پاره د آلماني ژبي د زدکړي په برخه کي آساني رامنځ ته کړي. دغه اتحاديه غواړي چي د «Einstieg Deutsch» په نوم موبايل تليفونونو له پاره په ځانګړي موبايل اېپ يا پروګرام سره د مهاجر لاسنيوی وکړي چي په ورځني ژوند کي يې آسانتياوي رامنځ ته سي. نوموړي اتحاديې په دې تړاو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۲مه نېټه) د آلمان په بون ښار کي معلومات وړاندي کړل.

د «Einstieg Deutsch» يا بُنيادي آلماني په نوم د موبايل تليفونونو دغه ځانګړی اېپ پروګرام هم د اندرويد موبايل لرونکو او هم د اېپل iOS موبايل لرونکو له خوا په وړيا توګه ډاونلوډ کېدلای سي. د دې له پاره چي څوک دغه پروګرام په خپل موبايل کي په وړيا توګه انسټال کړي نو بايد د اندرويد موبايلونو له پاره په ګوګل پلې سټور او د اېپل له پاره په اېپ سټور کي په «Einstieg Deutsch» پسي لټون وکړي. کله چي دغه پروګرام په يادو ځايونو کي وموندل سي نو بيا يې څوک خپل موبايل ته ډاونلوډ کولای او انسټال کولای سي.پښتو او دري

د ښوونځيو يادي اتحاديې ويلي چي په دغه ځانګړي موبايل پروګرام کي يې داسي جملې هم ترجمه کړي چي په ورځني ژوند کي د مهاجرو سره مرسته کولای سي، لکه و ډاکټر ته تلل، سودا کول او داسي نور. ويل سوي چي د موبايل تليفونونو له پاره دغه ځانګړی پروګرام کولای سي چي د هغه مهاجرو سره د آلماني ژبي په زده کړه کي مرسته وکړي چي د دري، انګرېزي، فارسي، فرانسوي، کورمانچي، پښتو او تيګرينا څخه يوه ژبه يې زده وي.

د دغه موبايل اېپ د جوړولو د پروژې د تمويل مالي لګښت د آلمان د ښووني او روزنې وزارت په غاړه اخيستی دی. يادي اتحاديې ويلي چي د دغه پروګرام کانسپټ داسي جوړ سوی چي تازه رارسېدلي مهاجر هم کولای سي چي په آسانه توګه يې استعمال کړي او د آلماني ژبي په زدکړه لاس پوري کړي. د دغې اتحاديې رئيس اُلريش اېنګنفورت ويلي دي چي د مخکي لا د موجودو ورته آنلاين پروګرامونو تر څنګ د دغه موبايل اېپ به د آلماني ژبي په زده کړه کي لويه آساني رامنځ ته کړي.

د دې څخه تر مخه د «Ich will Deutsch lernen» په نوم پر (iwdl.de) وېب پاڼه د ادغام او د ژبي د زدکړي مفت کورس د مهاجرو له پاره چمتو کړل سوی ؤ.

Screenshot iTunes App " ich will Deutsch lernen "
انځور: iTunes/Deutscher Volkshochschul-Verband e.V.