1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژبې آزموینه، د ښځې او میړه پر وړاندې خنډ

سید ریاض (لوتیکه مارکوس)۱۳۹۲ مرداد ۲۲, سه‌شنبه

که یو بهرنی یا بهرنۍ له یوه آلماني وګړي سره واده وکړي نو هغه کولای شي چې په دې هیواد کې ژوند وکړي. خو د دې کار اصلي شرط د آلماني ژبې زده کړه ده. د اروپایي ټولنې کمیسیون دغه کار د دې ټولنې له قوانینو سره په ټکر کې بولي.

https://p.dw.com/p/19Ndx
Auf den Bildern sind Jenny Chang (asiatisches Gesicht) und Lisa Dazols (im Anzug) bei ihrer Hochzeitszeremonie zu sehen. Ort ist die prachtvolle City Hall von San Francisco. Titel: Hochzeit in San Francisco nach dem Urteil des Obersten Verfassungsgerichts der USA zu Same Sex Marriage Bild 33: Frisch verheiratet: Lisa Dazols und Jenny Chang zeigen stolz ihre Heiratsurkunden, ausgestellt von der Stadt San Francisco Die DW hat die Rechte für die im Link befindlichen Bilder. Zugeliefert von Gero Schließ. Der Name des Fotografen ist Josh Edelson.
USA San Francisco Gleichgeschlechtliche Hochzeitانځور: Josh Edelson

د آصفې وایندل مایر له پاره تر ټولو مهمه خبره دا وه چې ژر تر ژره د آلمان د بایرن آیالت مونشن ښار ته سفر وکړي ترڅو له خپل میړه سره یو ځای ژوند پیل کړي. خو سربیره پر دې چې هغې له یوه آلماني سره واده کړی وو، اصفه د څو میاشتو له پاره له خپل خاوند څخه جلا ژوند کولو ته اړه شوه. دا له دې کبله چې اصفه په آلماني نه پوهیده.

د ۲۰۰۷ کال په اګست میاشت کې په آلمان کې د اقامې د قانون تر تصویبدو وروسته، هغه ښځه او میړه چې غواړي په آلمان کې یو ځای ژوند وکړي باید دا خبره ثابته کړي چې په آلماني ژبه خبرې کولای شي.

کله چې آصفې له خپل آلماني میړه سره واده وکړ نو هغه په آلماني ژبه نه پوهیده. هغې په تهران کې د یوه ستر آلماني شرکت له پاره د مدیرې په توګه کار کاوه. آصفه د خپلې مورنۍ ژبې تر څنګ چې فارسي ده په عربي او انګلیسي ژبو هم خبرې کولای شي. آصفې له خپل آلماني میړه سره په همدې شرکت کې پیژندلي وو.

آصفه وایندل مایر
آصفه وایندل مایرانځور: Asefe Weindlmayr

۲۶ کلنه آصفه وایندل مایر د ښو زده کړو خاونده ده او د بهرنیو ژبو په زده کړې کې تجربه لري، هغې بیا هم د آلماني ژبې په زده کړې کې ستونز لرلې. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «زه په ډیر وخت مصروفه وم او زیاتره وخت به مې د دفتري کارونو له کبله سفرونه کول. دا زما له پاره ممکنه نه وه چې په منظمه توګه د آلماني ژبې کورس ته ولاړه شم.»

د آلماني تلویزیوني خپرونو لیدل او د ژبې انترنتي کورسونه

آصفې وایندل مایر هڅه وکړه چې پرتله له کورسونو په خپل ابتکار آلماني ژبه زده کړې. هغې به آلماني تلویزوني کانالونه لیدل او د دویچه ویله له انټرنیټي کورسونو څخه به یې آلماني ژبه زده کوله. تر دریو میاشتو چمتووالي وروسته هغې پریکړه وکړه چې د آلماني ژبې آزموینه ورکړي. هغه وایي: «زه تر ډیر روحي فشار لاندې ووم او ویره مې لرله. ځکه چې زه په دې پوهیدم چې دا زما له پاره یوازینی چانس دی چې بالاخره له خپل خاوند سره یو ځای شم.»

د هغې آزموینه ښه تیره شوه او د نورو دریو میاشتو په موده کې د اړینو اسنادو تر بشپړیدو وروسته یې آلمان ته د سفر کولو اجازه تر لاسه کړه او بالاخره له خپل میړه سره یوځای شوه.

د اروپایي کمیسیون له نظره دغه شان ازموینه د اروپایي ټولنې له قوانینو سره په ټکر کې ده. په دې اساس د روان کال د مې په میاشت کې اروپايي ټولنې د آلمان پر ضد د دغې ټولنې له قوانینو څخه د سرغړونې په اړه څیړنې پیل کړې.

هر څه د قانون تفسیر پورې اړه لري. د اروپايي ټولنې د «ښځې او میړه د يوځای کیدو» په قوانیو کې راغلي دي چې د دغې ټولنې غړي هیوادونه کولای شي په دغه شان مواردو کې له وګړو څخه د «ادغام» په موخه ځانګړې غوښتنې وکړي. آلمان ادعا کوي چې د ژبې آزمینه د دغو غوښتنو له ډلې څخه یوه ده.

په هر ځای کې د آلماني ژبې د زده کړې کورسونه نه شته

د IAF په نوم ټولنې څخه مدافع وکیله زوینا ګیرهارد، وایي چې پر دې پوهیږي چې په آلمان کې د اوسیدو یا اقامې دغه قانون د ډیرو وادو شویو کسانو له پاره ستونزې راولاړې کړې دي. دغه ټولنه چې په د آلمان په فرانکفورت ښار کې میشته ده له دوه ملیتي کسانو سره مرسته کوي. دغه ټولنه آلمان ته تر راتلو مخکې د ژبې آزموینه ناسمه بولي. ګیرهارد وایي: «په ډیرو هیوادونو کې آن دا امکان هم نه شته چې څوک دې د ژبې کورسونو ته ولاړ شي.» ګیرهارد زیاتوي چې پر دې سربیره حتې ځیني خلک بریښنا او انټرنیټ ته هم لاس رسی نه لري چې د هغې په خبره دا کار د دې لامل کیږي چې هغو د انټرنیټ له لارې د ژبې زده کړه و نه شي کولای .

له دې امله زوینا په آلمان کې د داسې آلماني ژبې د کورسونو وړاندیز کوي چې الزامي بڼه ولري. د هغې په وینا دغه کورسونه اغیزمن دي او تعقیبول یې عملي بڼه لري. په آلمان کې دغه ډول کورسونه لا وختي جوړ شوې دي، خو د هغو کسانو له پاره دي چې په خپل هیواد کې یې د آلماني ژبې لومړنۍ ازموینې ورکړې وي.

د ګویته له انستیتوت څخه کلاوس توماس فریک وایي چې د ۲۰۰۷ کال راهیسې د دغه قوانینو د پلي کیدو وروسته د کورسونو غوښتنه زیاته شوې ده.

د بریا کچه متفاوته ده

دا چې څومره کسان په بریالیتوب سره د آلماني ژبرې اړینه آزموینه تیروي، له یوه هیواده تر بل هیواد پورې فرق کوي. په ۲۰۱۲ کال کې په بنګله دیش، کوزو، پاکستان، ایتوپیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې د آلماني ژبې د آزموینې نیمالي ګډوال ناکامه شوي ول، خو په سویلي افریقا، کروشیا، اوکراین او روسیې کې ۸۰ سلنه ګډونوال له دې آزمونیې څخه بریالي وتلي ول.

بالاخره ښایي د اروپایي ټولنې محکمه د آلماني ژبې د آزموینې د قانوني کیدو په اړه یوه پریکړه وکړي. خو د محکمې دغه پریکړه د آصفې وایندل مایر له پاره کوم اهمیت نه لري. هغه لا یو ګام نوره هم مخې ته شوې ده او په وروستیو میاشتو کې یې په آلمان کې کار هم موندلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب