1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو لپاره د ژبې رسمي سند ترلاسه کولو اهميت

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

په آلمان کې د مهاجرو لپاره يو تر ټولو مهم کار چې د مهاجرو په برخليک کې خورا زیات رول لري د آلماني ژبې رسمي سند ترلاسه کول دی. د آلمان د مهاجرت اداره په دې برخه کې هرکال په ميليونو يورو لګوي.

https://p.dw.com/p/2eTYK
Deutschland Deutschkurs für Geflüchtete in Wesel
انځور: DW/M. Karim Saleh

په آلمان کې د مهاجرو لپاره د ژبې د زدکړې ښوونځي (die Volkshochschule) زړه سابقه لري. د ناردراین ويستفالن ايالت د ويزل په کوچني ښار کې د ژبې د زدکړې ښوونځي ۷۰ کاله دمخه يعني په کال ۱۹۴۶ جوړ شوی چې تر اوسه فعاليت لري. د دغه ښوونځي رئيس اندريس برینکمن وايي چې حاضر دمه يې په ښوونځي کې ۵۰۰ تنه مهاجر په مختلفو صنفونو کې د آلماني ژبې پر زده کړه بوخت دي. هغه وايي چې په مهاجرو کې ډیری یې سوريايي دي خو ترڅنګ د اريتريا، پولند، رومانيا، روسيې او نورو ملکونو مهاجر هم شته خو افغانان په کې د ګوتو په شمير دي.

بريکمن دویچه ويله سره په مرکه کې وویل چې دوي په يوه ورځ کې درې وخته( سهار، وروسته له غرمي او ماښام) صنفونه لري. هغه وايي هر صنف ۵ درسي ساعتونه دی چې د شاوخوا ۵۰ ښوونکو لخوا پر مخ وړل کیږي. په دې منځ کې شل دقيقې د دوه ځله تفريح لپاره هم په نظر کې نيول شوي دي.

له بي آینس پرته چانس نشته

برينکمن وايي هغه مهاجر چې آلمان کې د پاتې کیدو او د ښې راتلونکې غوښتونکي دي، تر هر څه دمخه د آلماني ژبې سند ترلاسه کول ورته اړين دی. نوموړی وايي لږ تر لږه د B1 (بي آينس) تر درجې د ژبې سند ترلاسه کول حتمي دی. هغه وايي: « له بي آینس پرته هيڅ چانس شتون نلري». B1 یا بي آینس د آلماني ژبې هغه درجه سند دی چې لرونکی ېې کولای سي په دفترونو، مارکيټ، روغتون او نورو ځایونو کې خپل کارونه په يوازې سره ترسره کړي. په دغې لمړنۍ دوره کې مهاجر د ژبې تر څنګ، د آلمان له قوانينو، تاريخ او فرهنګونو په اړه هم زدکړې ويني.

اندريس برينکمن زياتوي چې د بي آينس سند ترلاسه کولو لپاره روزنيزه دوره ۱۰۰۰ درسي ساعتونه ده چې د ناکاميدو په صورت کې شاګرد ته د دویم ځل لپاره د ۳۰۰ نورو اضافي ساعتونو چانس ورکول کیږي. هغه وايي: « د دغې روزنيزې دورې پر هر زدکونکي شاوخوا ۲۰۰۰ يورو لګښت راځي چې دغه پيسې د آلمان د مهاجرت ادارې لخوا ورکول کيږي».

نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۶ کال کې دوي۳۲۰۰ تنه نوي مهاجر د لمړنيو صنفونو لپاره ونیول او په همدې کال کې ۱۹۰ تنه مهاجر په دې وتوانيدل چې د بي آينس سندونه ترلاسه کړي دي.

د بي آينس سند ګټې

د ويزل ښار د آلماني ژبې د زدکړې د ښوونځي (VHS) مدير وايي کله چې یو مهاجر يوې آلمانۍ ادارې ته د کار کولو درخواست وړاندې کوي، اداره ورڅخه په لمړي سر کې د ژبې سند غواړي چې په دې برخه کې د B1 (بي آينس) سند لرل ډیر ضروري ده او مرسته کولای شي.

هغه وايي: « د دغه سند په لرلو تر څنګ د دې چې مهاجر په اداراتو کې کار موندلای شي، خپلې مسلکي زدکړې هم کولای شي او تر ټولو ښه ګټه يې دا ده چې ډیر امکان لري چې حکومت ورته په آلمان کې د زياتې مودې د پاتې کيدو آیسوايس یا شناخت کارت ورکړي. ترڅنګ د B1 (بي آينس) سند لرل مهاجر سره دا مرسته کوي چې حکومت ورته دB2   او C1 پرمختللي وړيا کورسونه هم آماده کړي».

نولس کلنه نايده دوه کاله مخکې له افغانستانه آلمان ته راغلې چې اوس په ويزيل ښار کې اوسيږي. هغه وايي چې د B1 سند يې ترلاسه کړی او اوس په (B2) ټولګي کې درس وايي. نوموړې وايي غواړي تر B2 وروسته د C1 صنف چې ډیر پرمختللی دی هم ووايي. هغه وايي: «زه غواړم دلته پوهنتون ووايم او د پوهنتون لپاره د ژبې زدکول ډیر مهم دی. که څوک غواړي په آلمان کې ښه ژوند او ښه راتلونکې ولري نو بايد آلماني ژبه ښه زده کړي».

د پاخه عمر لرونکي مهاجر او ځوانان

۴۳ کلن احمد شاه مومند درې کاله مخته له افغانستانه آلمان ته راغلی دی. هغه اوس د ناردراین ويستفالن ايالت په ترایزدورف ښار کې ژوند کوي او له يونيم کال راپديخوا د آلماني ژبې پر زدکړه بوخت دی. مومند وايي چې د ده په شان د پاخه عمر لرونکي مهاجر د ژبې د زدکړې په برخه کې بيخونده دي. دی وايي هغه سې چې ځوانان ژر په ژبه بلديږي مشران یې نشي کولاي. هغه د دې دليل د عمر تر څنګ کورني مصروفيتونه بولي: « زه څلور ماشومان لرم، سهار دوه ماشومان ښوونځي او دوه نور وړکتون ته رسوم، له غرمې وروسته بيا بيرته کور ته راولم او شپې هم باید ورسره په درسونو او اسلامياتو کې مرسته وکړم. ترڅنګ تل په مختلفو ادارو کې بايد خپلو ادارې کارونو پسې وګرځم، دغه ټول د دې سبب ګرځي چې درسونه رانه پاتې شي».

رومانيايي مهاجر تي ايدور او  ملګری يې ګريګوري په ويزل ښار کې اوسيږي. دوي دواړه هم د پخو عمرونو خاوندان دي. دوی وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې يې څو مياشتې د ژبې درسونه وويل خو څه يې ورنه زده نکړل. هغوی اوس ښوونځي پريښی او په يو ساختماني شرکت کې کار کوي او په دغه کار يې خوښ دي. ګريګوري دويچه ويله ته وویل چې ساعت په سر لس يورو کار کوي او هيله يې وښوده چې د کار په محيط کې به رو رو ژبه هم زده کړي.

د ويزل ښار د آلماني ژبې د ښوونځي مدير اندريس بريکمن هم دا مني چې مشران د ځوانانو په پرتله ډیر وخت ته اړتيا لري ترڅو ژبه زده کړي. هغه د بیلګه په توګه وويل چې د پاخه عمر لرونکو مهاجرو کې يو شمير يې داسې دي چې سواد نلري چې هغوي ته بايد درسونه له الفبا نه شروع شي. هغه وايي ځوانان برخلاف په ټولنه کې ډیر فعال دي، ملګرو سره يې تماسونه زيات او تر څنګ د يوټيوب په شان له انټرنيتي سايټونو څخه کار اخلي چې دا ټول د ژبې په چټکه زدکړه کې له دوي سره مرستې کوي.

کور، ښوونځي او چاپيريال

د ويزل ښار د ښوونځي رئيس په دې ټينګار کوي چې مهاجر بايد يوازې د ټولګي په درسونو بسنه ونکړي. هغه وايي مهاجرو ته په کار ده چې په خپلو کورونو کې په آلماني ژبه خبري وکړي او په ټولنه کې له خلکو سره زيات په تماس کې وي. خو ډیری مهاجر بيا داسې دليل راوړي چې آلمانيان د خبرو او کيسو کولو عادت نلري په همدې دليل دوی له ټولنه څخه د زدکړې لږ چانس لري. برينکمن هم تر يوه بريده دا خبره مني خو هغه وايي چې دا کار په آلمانيانو کې يو عام دود دی. هغه وايي آلمانيان دا کار نه يوازې مهاجرو بلکه خپلو کې هم کوي. هغه وايي په ځينو مواردو کې آلمانيان ځکه دا کار کوي چې نور ته يې مزاحمت نه وي کړي. «د بيلګې په توګه خلک په سرويسونو او اورګاډو کې د دې لپاره خپل تر څنګ ناست مساپر سره خبرې نکوي چې نورو مساپرو ته يې مزاحمت نه وي کړی».

خو د هغه په وينا، کله چې مهاجر له آلمانيانو څخه پوښتنه کوي بيا ورته په ډيره ښه وجه ځواب ورکوي. همدا شان کله چې هغوي د اورګاډو او بسونو په ستشونو کې مهاجر له بار او ماشومانو سره ويني پرته له دې چې غوښتنه ورڅخه شوي وي د سامانونو او بکسونو په کته او پورته کولو کې ورسره مرستې کوي. برينکمن دا هم ورزیاته کړه چې د همدردۍ دغه دود په راين ويستفالن کې زيات دی.

کله چې له برينکمن څخه وپوښتل شول چې په ښوونځي کې يې مهاجرو سره تر ټولو لويه ستونزه څه ده، وویل: « تر ټولو لويې ستونزې د مهاجرو غيرحاضري، صنف ته ناوخته راتلل، په درسي وختونو کې نورو ادارو سره وعدې لرل او په ټوله کې درسونو ته کمه توجه کول. که مونږ ورڅخه غوښتنه هم کوو چې نورو ادارو سره مو د ليدو کاتو وعدې وروسته د وخته وکړي خو دوي بيا هم هماغه خپل کار کوي».