1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانی د پرمختیايی چارو وزیر افغانستان کی دی

۱۳۹۰ فروردین ۱۲, جمعه

دیرک نیبل افغانستان ته په خپل دی سفر کی د امنیتی وضعیت د ښه کیدو او د بیارغاونی د پرمختګ څخه خوښی څرګنده کړه او وویل«دی هیواد ته اوس باید په دی سترګه ونه کتل شی چی هلته جګړه ده

https://p.dw.com/p/REcJ
د آلمانی د پرمختیایی چارو وزیر دیرک نیبل
د آلمانی د پرمختیایی چارو وزیر دیرک نیبلانځور: picture alliance/dpa

د المان د پرمختیایي چارو وزیر ډيرک نیبل چې د څلورو ورځو لپاره افغانستان ته تللې وو نن د خپل سفر په ورستی پړاو کې کندوز ته رسیدلې.

نیبل په لومړي سر کې غوښتل چې په کندوز کې د پي ار ټي یا ولایتي بیارغونې د پروګرام د ولسي او پوځي ماموریت د قربانیانو یادونه وکړي. وروسته بیا نوموړي وغوښتل چې په کندوز کې د المان د پرمختیايي پروژو د استازو او د کندوز د والي محمد انور جګدلک سره وګوري.

نیبل د دې مخه وویل چې افغانستان ته د یوې داسې سیمې په سترګه کتل چې جنګ په کې روان وي، واقعیت نه لري. نوموړي وزیر د امنیت د خوندی ساتنی له هغه يو پلان څخه چی پوځي اقدمات له ملکی هڅو سره جوخت کړای شی، ملاتړ وکړ.

نیبل وویل چې د دې معنی دا نه ده چې پرمتیایی کارکونکي دې په پوځي ساختمانو کې شامل شي. همدا ډول دې ته هم اړتیا نشته چې سړی پوځيان په ملکي پروژو کې شامل کړي خو وخت نا وخته په داسې سیمو کې چې امنیت یې ښه نه وي د پولیسو او یا د نظامیانو سره تلل امنیت ته کوم زیان نه اړوي.

د ایساف یا نړۍ وال سوله ساتي امنیتي ځواک قواماندان جنرال ډیوډ پیټرویس په افغانستان کې د خپلو عملیاتو د ستراتيژۍ خلاصه په دا ډول بیانوی: « پاکول، ساتل او ودانول.» معنی داچې سیمې باید د طالبانو له شتون څخه پاکې شي، بیا دغه سیمه وساتله شي او په پای کې د بیارغاونی کارونه وشی.

د پنجشنبې په ورځ د المان د پرمختیايي چارو وزیر ډيرک نیبل سره په خبرو کې پټرویس وویل: « د پوځ د فعالیت سره سره مونږ د ملکي وګړو مرستې ته هم اړتیا لرو او بیارغونه د دوي پرته نه شي ترسره کیدلې.»

خو د بيا رغونې لپاره امنيت تر ټولو لوي شرط دي. که څه هم چې د افغانستان په ډيرو سيمو کې جنګ روان دي خو د ايساف په خټه المانۍ وياند يوزف بلاټز دا خبره چې ګني ټول افغانستان د جنګ په لمبو کې سوزي ردوي. دې وايي « په افغانستان کې داسې څه نشته»

د يوزف بلاټز په اند د ناامنۍ 65 في صده پيښې د هيواد د 34 څخه په دريو ولايتونو کې رامنځته کيږي. دې زياتوي« که په نورو ټکو يې ووايم نو د افغانستان د 34 څخه په 31 ولايتونو کې نسبتا ارامي ده.»

بريد جنرال يوزف بلاتز په 2007 ميلادي کال کې د افغانستان د شمالي برخې د ايساف د ځواکونو قوماندان وو.

د افغانستان د وضعې په اړه په تازه راپورونو کې ويل شوي چې 2010 ميلادي کال د ايساف لپاره په افغانستان کې د 2001 کال راهيسې تر ټولو زيات د ځانی تاوانونو کال ؤ.

په افغانستان کې د پرمختګ په اړه راپور کې چې د المان د حکومت لخوا خپور شوې وويل شوي چې «د افغانستان د شمال او غرب د ارامو سيمو په مقايسه، برعکس د جنوب، جنوب لويديځ او ختيځ جګړه ځپلو سيمو کې وضعې تغير نه دې کړې.»

پلازمينه کابل چې د 2008 ميلادي کال راهيسې په کې د امنيت مسووليت افغاني ځواکونو اخيستې دي، د ترهګريزو بريدونو سربيره هم د هيواد په هغه سيمو کې شميرل کيږي چې باثباتي دي.

په مزار شريف کې د امنيتي چارو اطريشۍ مشاور کرسټوف فون هارسډورف وايي چې د هيواد د بيارغونې لپاره دا مهمه ده چې افغان چارواکي د ولس اعتماد په لاس راوړي.

نوموړي وويل چې «افغانان د زړه له کومی توګه سولی او امن ته سترګې په لار دي. ډيرو ته پوليسو هغه څوک ورپه يادوي چې دوي وهي ټکوي او له دوي څخه رشوت اخلي.»

هارسډورف د نور سربيره دا مشوره هم ورکړه چې پوليس بايد په سمه توګه وروزل شي ځکه چی چی هغوی په سلو کی 72 لیک او لوست نه شی کولای.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم