1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان استخباراتي ادارې د احتمالي جاسوسۍ څخه خبرداری ورکړی

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان کورنۍ استخباراتي ادارې په خپل نوي رپوټ کې روسيه، چين، او ترکيه د هغو هيوادونو په توګه یاد کړي چې ښایي د آلمان په اړه جاسوسي وکړي. دغه ادارې د پارلماني ټاکنو په درشل کې، د ويښتیا او زياتې پاملرنې پر سر ټینگار کړی.

https://p.dw.com/p/2fsb3
Symbolbild Spionage
انځور: picture alliance/blickwinkel/McPHOTO

په هامبورګ کې د جې ۲۰ يا شلو صنعتي هيوادونو تر سرمشریزې لږ د مخه د اساسي قانون د ساتنې یا د آلمان کورنۍ استخباراتې ادارې د کنفرانس پر مهمو ګډون کونکو هيوادونو لکه روسيه، چين او ترکيې باندې په آلمان کې په پراخه کچه د جاسوسۍ د ترسره کولو تور لگولی.

د آلمان  خبري آژانس په حواله په نوي رپوټ کې ويل شوي: «روسيه، چين او ايران هغه هيوادونه دي چې د آلمان په هلکه دا ډول فعاليتونه ترسره کوي.» په دې تړاو د ترکیې يادونه هم شوې ده. زیاته شوې ده چې د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير او د آلمان د استخباراتي ادارې مشر هنس گیورگ ماسن، د سه شنبه په ورځ په برلين کې دغه ۳۰۰ مخیز رپوټ وړاندې کوي.   

پر بنسټونو سستماتيک جاسوسي بريدونه

په پام کې ده چې د چين او روسیې ولسمشران به په هامبورګ د جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون وکړي. د چين ولسمشر شي جين پینګ د سه شنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر سلا مشورو وروسته برلين ته سفر کوي چيرې چې به نوموړی د چهار شنبې په ورځ د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل سره هم وويني.

په رپوټ کې ويل شوي چې روسيه او چين پر آلمان د سايبري بريدونو په تړاو هم په څو ځلي د بريدګر په پیژندل شوي دي. د دې «بريدونو دوام او د هدف ټاکنه» ښيي چې د مهمو سياستوالو او د آلمان د فدرالي ستراتيژۍ په هلکه د معلوماتو د راټولو هڅه شوې ده.

په رپوټ کې ويل شوي چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت او په بهر کې یې استازولۍ، د مالیې وزارت او همدا راز د اقتصاد وزرات د دې بريدونو اصلي هدفونه ول. همدا شان د آلمان د صدر اعظمې پر دفتر او د پوځ پر ځينو څانګو تمرکز شوې وو.

د جعلي بریښنا ليکونو په مقابل کې پر احتياط ټينګار

د آلمان داخلي استخباراتي ادارې په خپل دې رپوټ کې سربيره پر دې د روسيې له خوا پر آلماني سیاستوالو او ګوندونو باندي د سایبري يا انترنتي بريدونو په وسيله د پارلماني ټاکنو د اغيزمنولو په هلکه هم خبرداری ورکړی. د آلمان د «بېلد» ورځپاڼې د رپوټ په حواله ليکلي: «له دې امله هغه قربانيان چې ځيني محرم بريښنا ليکونه او نور معلومات يې اغیزمن شوي، دا په نظر کې بايد ونیسي چې ځينې مهم معلومات یې په ډاګه کيدلای شي.»

Symbolbild Hacker
بريښنا ليکونه چې ويروسونه ولري کمپيوتري سسټم ته سخت زیان رسويانځور: picture alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

دغه ادارې په عين حال کې د برلين په حکومتي سيمه کې د بهرنيو استخباراتي ادارو له خوا د تليفوني مکالمو د اوريدو  په هلکه هم خبرداری ورکړې. په رپوټ کې ويل شوي چې «د راديو تليفون له لارې نيول شوي تماسونه او همدا راز د لاسي تليفونو او بې سيمه تماسونو ته ښايي غوږ ونيول شي.»

 زياته شوې چې دغه بريدونو په منظم ډول د مهمم اقتصادي او مالي سياست په تړاو ترسره کيدونکو غونډو پر مهال زياتيږي. لوړ پوړي چارواکي او د دوی نزدې همکاران په ډيره ځيرکتيا سره د ترتيب کړل شويو ايميلونو له لارې د حکومت د ادعا شويو لوړ پوړو مرکچينانو سره وصليږي. کله چې بريښنا ليک  ترلاسه کونکې  دا پرانیزي نو په دې توګه يو ويروس سیستم ته داخليږي او د دې د ګډوډۍ لامل ګرځي. پر دې سربیره د آلمان استخباراتي ادارې د برلین په حکومتي ناحیه کې د بهرنیو استخباراتو له لوري په پټه تلیفوني مکالمو ته د غوږ نیونې په هکله هم خبرداری ورکړی دی.

ترکيه د اپوزيسيون د غړيو جاسوسي کوي

د آلمان استخباراتي اداره د ترکیې پر ملکي استخباراتي ادارې «ايم آی ټي» باندې تور لګوي چې ترکيه په آلمان کې د خپلو د بیلا بیلو رسمي نمايندګيو له لارې «په آلمان کې د ميشتو ترکانو پر نظر د اغيز هڅه کوي.» زياته شوې چې: «د ايم آی ټي» اصلي کار د اپوزيسيون غړيو ته تبليغ او د دوی نظر ته تغير ورکول دي. زیاته شوې ده چې د کردانو منع کړل شوی کردي کارگر ګوند «پي کې کې» بيا د دغه ادارې اصلي هدف دی. د ترکیې رئیس جمهور رجب طيب اردوغان به هم د جمعې او شنبې په ورځ په هامبورګ کې په ترسره کيدونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي. له نوموړي سره د آلمان اړيکې ترینګلې دي ځکه حکومت پر اردوغان د کنفرانس په څنډه کې په آلمان کې د خپلو ګوندي ملګرو او پلويانو سره پر غونډو بندیز لګولی دی.