1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او اتریش تر منځ د اورګاډي لار بنده پاتې کیږي

ستار جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

د اتریش د اورګاډي اداره وایي چې د دغه هیواد او آلمان تر منځ د اورګاډي هغه پټلۍ به بنده پاتې شي چې د کډوالو له خوا ډیری وخت کارول کیږی. دواړو هیوادونو هوډ درلود چې د تیرې اوونۍ په پای کې دا لار بیا پرانیزي.

https://p.dw.com/p/1GiCn
Österreich Flüchtlinge warten auf Züge in Salzburg
انځور: picture-alliance/dpa/B. Gindl

د اتریش د اورګاډي ادارې یا OeBB د جمعې په ورځ وویل چې آلماني چارواکو ترې غوښتي ترڅو دا لار لا هم د کډوالو پر مخ بنده وساتي.

د اتریش او آلمان تر منځ د اورګاډي پټلۍ د اتریش سالزبورګ ښار له آلمان سره نښلوي او تر اوسه پورې پرې په زرهاو کډوال آلمان ته رسیدلي دي. په اصل کې چارواکو پریکړه کړې وه چې دغه لار د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۴مه نیټه) یو ځل بیا د کډوالو پر مخ برانیزي.

د اتریش د اورګاډي ادارې په انترنتي پاڼه کې په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «آلماني چارواکو موږ ته ویلي ترڅو د اتریش له سالزبورګ ښار څخه آلمان ته او له آلمانه بیرته دې ښار ته د اورګاډي تګ راتګ تر د اکتوبر ۱۲مې نیټې پورې بند وساتو.»

تیره میاشت آلمان او اتریش ته د ډیر شمیر کډوالو راتګ دا هیوادونه له ستونزو سره مخامخ کړل. د آلمان او اتریش تر منځ د اورګاډي نورې لارې پرانیستي دي.

اروپايي ټولنه د روان کال له پیل راهیسې د ډیر شمیر کډوالو له راتګ سره مخامخ شوې ده. له سوریې، افغانستان او نورو هیوادونو څخه اروپايي ټولنې ته ډیری رسیدونکي کډوال له اتریش څخه تر تیریدو وروسته ځانونه آلمان ته رسوي او په دې هیواد کې پناه غواړي.

آلمان او یو شمیر نور اروپايي هیوادونه اوس هڅه کوي چې د دې ټولنې نور غړي هیوادونه هم د هغه وړاندیز منلو ته اړ کړی چې له مخې یې رسیدونکي کډوال د هیوادونو د نفوس پر اساس، په دې ټولنه کې پر پرتو هیوادونو باندې ویشل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب