1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپوزیسیون له بې بیلوټه الوتکو سره مخالفت لري

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۴, شنبه

د آلمان حکومت غواړي چې له متحده ایالاتو او یا هم له اسرائیلو څخه جنګي بې پیلوټه الوتکې راونیسي. خو د دغه هیواد اپوزیسیون د حکومت پر دې پریکړې باندې نیوکه کوي او وایي چې د دغه شان الوتکو رانیولو ته اړتیا نه شته.

https://p.dw.com/p/18SJo
ARCHIV - Eine Drohne vom Typ RQ-1 Predator, von der Creech-Luftwaffenbasis im Bundesstaat Nevada, startet vom Flughafen Rafael Hernandez, bei Aguadilla, Puerto Rico, am 28.01.2010. Ein rätselhafter Computervirus hat Medienberichten zufolge unbemannte Flugkörper befallen, die von den USA im Antiterrorkampf eingesetzt werden. Wie der Internet-Blog «Danger Room» des Computermagazins «Wired» am Freitag (07.010.2011, Ortszeit) schrieb, soll der Virus die Cockpits der ferngesteuerten «Predator»- und «Reaper»-Drohnen infiziert haben, mit denen der US-Geheimdienst CIA etwa Einsätze in Afghanistan, Pakistan oder dem Jemen fliegt. Foto: U.S. Air Force photo by Tech. Sgt. James Harper/Released
US-Drohneانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، په دې اړه روښانه دریځ لري چې د هیواد پوځ یې ولې په وسلو سنبال بې پیلوټه الوتکو ته اړتیا لري. هغه پارلمان ته وویل چې دغه شان الوتکې د عملیاتو پر مهال له آلماني سرتیرو سره ډیره مرسته کولای شي. دیمزیر وویل چې اوس آلماني سرتیري د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له جنگي الوتکو څخه مرسته غواړي چې د هغوی راتگ یو څه وخت نیسي.

آلمان ځواکونو په افغانستان کې د اکتشافي عملیاتو په موخه له بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.
آلمان ځواکونو په افغانستان کې د اکتشافي عملیاتو په موخه له بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.انځور: picture-alliance/JOKER

په ګرانه بیه د الوتکو رانیول

ښایي د آلمان حکومت له متحده ایالاتو او یا هم له اسرائيل څخه بې پیلوټه الوتکې راونیسي. تر دې مخکې د آلمان پوځ له اسرائیلو څخه د هیرون (Heron) په نوم بې پیلوټه الوتکې چې په وسلو سنبال نه دي په کرایه نیولې وي. آلمان له دغو کرایه شویو الوتکو څخه په افغانستان کې د اکتشافي عملیاتو په موخه کار اخیستی دی.

د آلمان حکومت د ۲۰۱۲ کال په پیل کې متحده ایالاتو ته د MQ-9 Reaper په نوم د بې پيلوټه الوتکو د فرمایش ورکولو غوښتنه وکړه. دغه ډول بې پیلوټه الوتکې له هوا څخه د ځمکې په لور په توغندیو او رهنمایي شوي بمونو سمبالیدای شي. د دغو الوتکو بیه شاوخوا څلور نیم میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د تسلیحاتو دغه صادرات باید د متحده ایالاتو د کانګریس له لوري تایید شي، چې په دې اړه یې شین څراغ هم ورکړی دی. خو د اپریل د میاشتې په پای کې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې دا په اتومات ډول په دې معنې نه ده چې د آلمان حکومت به له متحده ایالاتو څخه بې پیلوټه الوتکې راونیسي. د هغه د وینا له مخې په دې اړه به پریکړه د آلمان تر پارلماني ټاکنو مخکې وشي. د هغه په وینا له یوه اړخه په دې برخه کې قانوني، اقتصادي او اخلاقي پوښتنې حل شوې نه دي او له بل پلوه حکومت نه غواړي چې په ټاکنیز کمپاین کې له دغه موضوع څخه زیانمن شي.

اوس مهال امریکا په پاکستان، یمن، سومالیا او افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات تر سره کوي چې په ترڅ کې یې کله نا کله یو شمیر ملکي کسان هم وژل کیږي.
اوس مهال امریکا په پاکستان، یمن، سومالیا او افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات تر سره کوي چې په ترڅ کې یې کله نا کله یو شمیر ملکي کسان هم وژل کیږي.انځور: picture alliance/Photoshot

د بې پيلوټه الوتکو له رانیولو سره د اپوزیسیون مخالفت

که څه هم تر اوسه د آلمان حکومت د بې پيلوټه الوتکو د رانیولو له پاره هیڅ رنګه قراداد نه دی کړی، خو بې له شکه چې په دې اړه چمتووالی نیول شوی دی. له بلې خوا د آلمان د اپوزیسیون درې واړه ګوندونه د بې پیلوټه الوتکو رانیولو ته د شک په سترګه ګوري او یا په بشپړه توګه د هغې رانیول ردوي.

د آلمان د سوسیال دموکراتانو ګوند په دې اړه شک لري چې ایا د آلمان پوځ په رښتیا سره هم دغه ډول بې پیلوټه الوتکو ته اړتیا لري او که نه.

اوس مهال امریکا په پاکستان، یمن، سومالیا او افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات تر سره کوي چې په ترڅ کې یې کله نا کله یو شمیر ملکي کسان هم وژل کیږي. دې موضوع د امریکا په پارلمان کې ډیر شمیر استازي په قهر کړي دي.