1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان بایرن ایالت ته په سلونو مهاجر رسیدلې دي

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

هر دوه ساعته وروسته په اورگاډو کې مهاجر د آلمان بایرن ایالت ته رسیږي. وروسته له هغه چې د هنگري پولیسو کډوالو ته د لویدیځي اروپا پر لور د تگ اجازه ورکړه په هر اورگاډي کې په سلونو مهاجر د بایرن ایالت ته ورځي.

https://p.dw.com/p/1GOrn
Deutschland Flüchtlinge aus Syrien vor der ZAA in Berlin
انځور: Getty Images/C. Koall

هغو کسانو چې د اتریش له پلازمېني ویانا څخه سفر کړی آلمان ته رسیدلي دي. د نارينه وو، ښځو او ماشومانو پر مخونو مسکا خپره وه چې د بالکان پر سختي لار تر سفر وروسته آلمان ته رسیدلي دي.

د مهاجرو یوه لویه برخه د جگړه ځپلو سیمو لکه سوریې او عراق دي. پر دې سربیره په کډوالو کې د ارتریا او افغانستان کډوال هم شته. همداشان د دغو مهاجرو ۴۰ سلنه د بالکان حوزې وگړي دي، خو هغوی په آلمان کې د پاتیدو ډیر لږ چانس لري.

د اورگاډي په تم ځای کې نوي رارسیدلي کسان د خپل دراماتیک سفر کیسې کوي. یو ځوان هلک چې نوم یې محمد دی وایي: «وروسته له هغې چې هغوی زموږ د گوتو نخښي واخیستي، موږ یې له هنگري څخه وشړلو.» هغه زیاتوي چې په دې ډیر خوشحاله دی چې دلته په آلمان کې دی.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې د بایرن د اورگاډي په تم ځای کې به کله د چوپتیا او کله د خوښۍ شیبې احساسیدې. د هغوی په خبره ډېر مهاجر به د رارسیدو پر مهال ویل چې «له آلمان څخه مننه کوو» او یا «موږ له آلمان سره مینه لرو.» د ورکړل شوو رپوټونو له مخې آلماني وگړو هم هغوی ته د اوبو او خوراکي موادو په ورکولو سره هرکلی ویلی دی.

لومړی کنترول د بایرن د روزنهایم د اورگاډو په تم ځای کې کیږي. هغه مسافر چې اسناد و نه لري، پولیس يې بېلوي. تر هغه وروسته اورگاډی د بایرن ایالت د مرکز مونشن پر لور خپل سفر ته ادامه ورکوي. د اورگاډي په تم ځای کې په یوه اوږده کتار کې کډوال د خپل نوم ثبتولو له پاره انتظار باسي.

هنگري خپله ستونزه نورو هیوادونو ته انتقال کړې

تر دې دمخه هنگري د مهاجرو ډکو اورگاډو ته د لویدیځ پر لور د حرکت اجازه ورکړه او د کډوالو ستونزه یې خپلو گاونډیو هیوادونو ته انتقال کړه. د بودا پېست د اورگاډو په تم ځای کې د هنگري پولیسو په ناڅاپي توگه د اورگاډو تالاښي پریښې او په دې ډول د ویانا او مونشن پر لور د مهاجرو د هجوم یوه لړۍ پيل شوې.

له مهاجرو سره يوه مرسته کوونکي سازمان د وینا له مخي ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي د بودا پیست د اورگاډي په تم ځای کې ول، ځکه چې د مهاجرو چاري ادارې د هغوی له پاره کوم ځای نه درلود.

د هنگري د رسنیو د رپوټونو له مخې له دغه ځايه د پولیسو تر تگ وروسته د ټکټونو د رانیولو ماشینونو مخې ته د انسانانو اوږده کتارونه جوړ شول، چې تر هغه وروسته یې د اورگاډو د واگونونو پر لور هجوم وروړ.

د اتریش په پلازمېنه کې شا او خوا ۲۰۰۰۰ انسانانو له مهاجرو سره د ښه چلن له پاره مظاهره وکړه. د لاریون گډون وال د لویدیځ ریل سټیشن مخې ته راټول شول او تر هغه وروسته د اتریش د پلازمېني د مرکزي برخې پر لور یې حرکت وکړ. تیره اوونۍ په اتریش کې په یوه لارۍ موټر کې د ۷۱ انسانانو جسدونو پیدا شول، چې د خلکو د اندېښنې سبب شوي.

د مهاجرو د راجستر کولو پر سر ټینگار

د اروپایي ټولني کمېسیون له هنگري څخه غوښتي دي چې اروپايي قوانین په پام کې ونیسي او د ټولو راتلونکو مهاجرو د گوتو نخښې واخلي او هغوی راجستر کړي. په اروپایي ټولنه کې په اصطلاح د دوبلین مقررات شته چې له مخې یې د یوه مهاجر د پناه غوښتنې پروسه په هغه هیواد کې پر مخ وړل کیږي چې لومړی ورغلی وي. کوم کس چې بیا وروسته بل اروپایي هیواد ته سفر وکړي، نو بیرته هغه هیواد ته استول کیږي چې په لومړي وار ور ته رسېدلی وي.

آلمان له هغو لږو هیوادونو څخه دی چې ډیر مهاجر یې منلي دي. د آلمان صدراعظمې په برلین کې له آلمانانو غوښتي دي چې د مهاجرو پر وړاندي خپل احساس وښيي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب