1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د ملاريا په وړاندې د مبارزې غږ کوي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د ملاريا د نړيوالې ورځې په پلمه د آلمان حکومت د حاري سيمو د وژونکې ناروغۍ په وړاندې د لا زياتو هڅو غږ کوي. د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې هر کال 1,2 ميليونه انسانان د دغې ناجوړتيا له وجې مري.

https://p.dw.com/p/DKJ5
مېرکل د برتانيې له لومړي وزير توني بلير او د ملگرو ملتونو د پخواني عمومي منشي کوفي عنان سره
مېرکل د برتانيې له لومړي وزير توني بلير او د ملگرو ملتونو د پخواني عمومي منشي کوفي عنان سرهانځور: AP
دا په داسې حال کې چې د نوموړي مرض مخنيوی د پشه خانو او نويو دارو درملو د لارې کېدای شي. لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل پر صنعتي هېوادونو ټينگار وکړ چې له افريقايي هېوداونو سره کړو ژمنو ته دې وفاداره پاتې شي. دغه څرگندونې مېرکل د برتانيې له لومړي وزير توني بلير او د ملگرو ملتونو د پخواني عمومي منشي کوفي عنان سره تر کتنې وروسته وکړې. مېرکل زياته کړه چې د اتو صنعتي هېوداونو غونډه په آلمان کې به له افريقې سره د مرستې ژمنې بېرته تازه کړي.