1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د هر مهاجر پرسر۶۷۰ یورو ورکوي

۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

د جرمني مرکزي حکومت او ایالتونه پردې سره سلا سول، چي محلات او ښارونه به د هر مهاجر پر سر ثابتي پیسې په لاس راوړي. هغوی ته به په ۲۰۱۶م کال کي څلور او سږکال دوه ميلیارده یورو تادیه سي. خو ځینی محدودیتونه به هم موجود وي.

https://p.dw.com/p/1Gdk4
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان مرکزي حکومت او ایالتونه د برلین په صدارت ماڼۍ کي د مهاجرو د یوې سرمشریزي پر مهال پر یوه سلسله تدابیرو باندي سره یو سول. په دغه سرمشریزه کي چي د مرکزي حکومت او ۱۶ ایالتونو صدراعظمان سره راټول سوي ول، پر دې باندي توافق وسو، چي په اینده کي به مرکزي حکومت د مهاجرينو اصلي مصارف پر غاړه اخلي.

تراوسه پوري تر ټولو دمخه ښارونو او محلاتو د هغوی مصارف پر غاړه درلودل، کوم چي د زیاتو مهاجرو په راتگ سره یې مصارف نور هم لوړ سوي دي.

د هر مهاجر پر سر د میاشتي۶۷۰ یورو

د جرمني د مرکزي حکومت او ایالتونو د توافق پر اساس به د هر مهاجر پر سر د میاشتي۶۷۰ یورو ایالتونو ته تادیه کیږي. هغوی به بیا دغه پیسې ښارونو او محلاتو ته حواله کوي. په دې توگه نو په هره اندازه چي ډیر کډوال جرمني ته راسي، په هغه اندازه به ډیري پیسې هم ایالتونو ته ورکول کيږي.

Berlin Kanzleramt Flüchtlingsgipfel
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د صدراعظمي انګيلا ميرکل په خبره، نوموړی توافق د ښارونو او محلاتو فشار مستقیماً راکموي، ځکه چي مرکزي حکومت د مهاجرو مصارف پر غاړه اخلي. په هغه صورت کي چي د یوه پناه غوښتونکي پروسه تر پنځه میاشتي اضافه دوام وکړي، بیا به نو مرکزي حکومت د هغوی په خاطر نوري پیسې هم ورلیږي.

دا په دې معنی چي حکومت به د ۲۰۱۶ م کال له پاره د درې ميلیارده پر ځای ایالتونو ته څلور ميلیارده یورو تادیه کوي. د روان کال له پاره به نوري دوه ميلیارده یورو هم ښارونو او محلاتو ته تادیه کیږي.

د ښووني- روزني او پالني له پاره یو ميلیارد یورو

په نورو برخو کي هم مرکزي حکومت مرسته کوي. د مرکزي حکومت په بوديجه کي به یو ميلیارد یورو د مهاجرو د کورنیو د پالني له پاره هم په پام کي ونیول سي. دغه پیسې به په مستقیم ډول سره ایالتونو ته حواله سي. د دې کار هدف دادی، چي د وړکتونونو او تعلیمي مرکزونو سره د مهاجرو د ډیریدونکي شمیر له کبله کومک وسي.

Deutschland Flüchtlingszug erreicht Flughafen Köln/Bonn
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gambarini

خو د مهاجرو په سرمشریزه کي د پناه غوښتونکو پر مالي امکاناتو باندي محدودیتونه هم وضع سول. د میرکل په خبره، په دې ډول چي کډوال به د منلو په لومړنیو مرکزونو کي په راتلونکي کي د نقدو پیسو په عوض تیار شیان تر لاسه کوي.

دا کار به تر ټولو دمخه د بالکان غربي هيوادونه وبیروي، چي ډیر کسان یې د اقتصادي دلایلو له کبله رامهاجر کیږي.

په سرمشریزه کي همدارانگه البانیا، کوزوواو مونتنیگرو د رایو په اتفاق سره د«ډاډمنو هيوادونو» په قطار کي شامل سول. له دغو هيوادونو څخه راغلي پناه غوښتونکي به په راتلونکي کي په جرمني کي د قبیلیدو ډیر لږ چانس ولري.