1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان دوُدن قاموس او د نوو لغتونو د انتخاب معيار

۱۳۹۶ مرداد ۲۲, یکشنبه

دودن د آلماني ژبې د املا او انشا اصلي او معياري قاموس دی. ددغه معتبر کتاب په نوې ګڼه کې ډېر نوي لغتونه ورزيات شوي دي چې ځينې يې له انګليسي ژبې څخه سرچينه اخلي. بعضي دغه لغتونه ښايي د بحثونو سبب وګرځي.

https://p.dw.com/p/2i8kF
Symbolbild Vokabeln Lernen
انځور: picture-alliance/dpa/T. Brakemeier

«د قهر او نفرت په سبب د جرايمو پر ځای، مجرمانه ليکلدود لا زيات عموميت لري»، په دغه ډول پارونکو شعارونو سره د آلماني ژبې د ګرامر او املا اصلي کتاب، دودن، هڅه کوي چې د خپلې نوې ګڼې چاپ ته اشاره وکړي چې ۵۰۰۰ نوي لغتونه ورزيات شوي دي. دغه کتاب د چارشنبې په ورځ له چاپه راوتلی دی. د دغه کمپاين هدف دا دی چې دودن يوازې د لغتونو معيار ټاکونکې مرجع ونه بلل شي بلکې په خلکو کې له ژبې څخه د خوند اخيستلو احساس هم راوپاروي. د دودن د دفتر مشره، کارين کونڅل راڅوم، وايي: «موږ غواړو وښيو چې ژبه څومره امکانات سړي ته ورکوي، نه دا چې يوازې وچه قاموس ليکنه سر ته ورسوو».

نه يوازې املايي بدلونونه لکه د املا او انشا د شورا له خوا د «ايسڅېټ» د توري د غټ ليکلو وړانديز چې اوس عملي شوی هم دی، بلکې داسې لغتونه همداراز په نوې ګڼه کې منل شوي دي چې د ۲۰۱۳ کال وروسته يې جرمنۍ ژبې ته لاره موندلې ده.

خو په نوي دودن کې له دې علاوه اوس کوم اصلي نوښتونه تر سترګو کيږي؟ نوی ۲۷م چاپ په مختلفو کټګوريو کې بدلونونه رانغاړي. يعنې نوي مرکب اسمونه له تازه خبري پېښو څخه لکه د کډوالو بحران، د ډرون بريد او داسې نور. بل داسې لغتونه لکه جعلي خبرونه، برېکسيټ، يا فلېکسيتارير چې داسې يو کس ته ويل کيږي چې يوازې کله نا کله غوښه يا ماهي خوري او نور نباتي خوړو ته ترجيح ورکوي. د ټکنالوژۍ له ډګره هم طبعا نوي لغتونه راغلي دي لکه سېلفي يعنې له خپل ځان څخه عکس اخيستل او تېبلت چې د نريو کمپيوټرونو له پاره يو نوی لغت دی. د ځينو اپس يعنې د ځيرک تليفون د پاسه د ځينو انترنېټي پروګرامونو نومونه هم ور اضافه شوي دي لکه اينستاګرام او سنېپ شات. فيسبوک کارول د فعل په صفت هم قاموس ته لاره موندلې ده. دودن د آلمان د ټولو صدر اعظمانو نومونه هم د آلماني ژبې پانګې ته وراچولي دي. په دې ترتيب د ټولو لغتونو شمېر اوس ۱۴۵ زرو ته رسېدلی چې په ۱۸۸۰ م کال کې د اولې ګڼې په پرتله پنځه چنده زياتوالی ښېي.

د انګليسي وزمه لغتونو کشاله

ځينې لغتونه لکه وورک لايف بېلنس، يعنې د کار او آرام ژوند تر منځ انډول ساتل يا اوربان ګاردېنينګ يعنې ښاري باغداري، هم نوي دودن ته ورزيات شوي دي چې له کبله يې منتفدين ورته ګوته نيسي. د آلمانۍ ژبې ټولنې د ساري په توګه د نوي دودن تر چاپ سمدلاسه وروسته د «کال د غوره ژب مخلوطونکي» منفي لقب د دودن ادارې ته ورکړی دی. استدلال يې دا وو چې د ځان ښودنې د حيرانتيا وړ انګليسي وزمه لغتونه هم په نوي چاپ کې منل شوي دي. په ۲۰۱۳ کال کې همداراز د «شيټ ستارم» په څېر انګليسي لغتونه د ځينو خلکو د نارضايتۍ سبب ګرځېدلي وو، چې په انترنېټ کې د غندنې يو ډول کمپاين ته وايي.

Neuaufnahmen im Duden Shitstorm
په ۲۰۱۳ م کال کي لا انگلیس لغتونه لکه shitstorm د خلگو د انتقاونو سره مخامخ سوي وهانځور: picture-alliance/dpa

 

خو د دودن د دارې مشره، کاترين کونڅل راڅوم دغسې انتقادونه په کلکه ردوي. د هغې په خبره په تېره بيا د تخنيکي پرمختګونو په ډګر کې له انګليسي ژبې څخه تاثيرات يو عيني او ذهني حقيقت دی. هغه وايي چې د جرمنۍ ژبې په اړه اندېښنې ته ضرورت هم نشته. د هغې په خبره د ژبې سيستم د ځان د عيارولو وړتيا او يو درونی ثبات لري. په پای کې هر څه د لغتونو په استعمال پورې اړه لري.(24.10.2016)

د دودن له خوا د نويو لغتونو د نيولو پرېکړه د الکترونيکي متنونو د يوې لويې مجموعې له منځ څخه کيږي. په دې ترتيب د آلمان څه باندې اتيا ميليونه خلک اصلا د لغتونو د مروجولو يا نه منلو پرېکړه کوي. د کمپيوټر او ژبې کارپوهان د ورځپاڼو ليکنې، رومانونه او د تخنيکي آلاتو د کارونې لارښوونيزې پاڼې دغې الکترونيکې زېرمې ته وراضافه کوي او د دغو لغتونو له منځ څخه انتخاب کوي. دغه اوږده ليستونه بيا د دودن په دفتر کې بيا کتل کيږي او وروستی انتخاب ورڅخه صورت نيسي.    

Duden Kinder lesen Schule Bildung Sprache Rechtschreibung Deutsch Symbolbild
سړئ کولای سي اوس هم دودن د کتاب په ډول واخليانځور: picture-alliance/dpa

زموږ له ارشیف څخه پرورته موضوع انځورونه دلته وگورئ