1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گابریل د ایران سره د میلیاردو یورو معامله ممکنه بولي

۱۳۹۴ تیر ۲۸, یکشنبه

د ایران سره ددغه هیواد د اټومي پروگرام په برخه کی تړون نه یوازی داچی یو دیپلوماتیکی بریالیتوب دی بلکی د آلمان د اقتصاد د پرمختگ د پاره هم یو لوی چانس بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/1G1AR
د آلمان د اقتصاد وزیر ایران ته سفر کويانځور: Getty Images/S. Gallup

د ایران سره د اتومي پروگرام تړون څخه لا څو ورځي نه دي تیری سوي چی د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل دغه هیواد ته سفر کوي. د سوسیال دیموکرات د گوند دغه مشر لومړنی لویدیځ لوړپوړی چارواکی دی چی د اتومی شخړې تر پای ته رسیدو وروسته په دغه د تیلو غنی هیوادکی راڅرگندیږي.

د ایران په حواله به هغه په خپل درې ورځني سفر کی د ایران د جمهور رییس حسن روحاني سره هم وگوري. علاوه پر دې د ډیرو نورو وزیرانو او همدارنگه د ایران تجارت د خوني د غړو سره یې هم لیدنه کتنه په پروگرام کی شامله ده.

د هغه سره په دې سفر کی د آلمان یو اقتصادي مشرتابه چی په هغو کی د جرمنی د صنعت او تجارت د خوني مشر ایریک شوایڅر هم شامل دي ، ملگري دي.

که پر ایران باندی بندیزونه لیری سی ، نو ددې امیدواری موجوده ده چی ددغه هیواد سره به د میلیاردونو یورو تجارت پیل سي. د جرمنی د تجارت اطاقونه پر دې خبره ډاډه دی چی په راتلونکو درو یا څلورو کلونو کی به صادرات چی په ۲۰۱۴ کال کی دوه اشاریه نهه دیرش میلیارده وه ، لس میلیارده یورو یعنی څلور برابره ته ورسیږي.

ایرانیان د اتومی تړون هرکلی کوي
انځور: picture-alliance/abaca/Farzaneh Khademian

په ایران کی تقاضا ډیره زیاته ده

د جرمنی د تجارت د خونی دخارجي اقتصاد مشر فولکر ترییر وایی چی « که بندیزونه له منځه ولاړ سي ، نو موږ به ډیر ژر بیرته د پنځو میلیارده په شاخواکی د تجارت په هیله واوسو. او دا کار به په دوو کلونو کی رامنځته سي.ترییر ډاډه دی چی په ایران کی د آلماني تکنالوژۍ د پاره ډیره تقاضا موجوده ده. په خاص ډول د ماشین آلاتو ، تاسیساتو د جوړولو ، دارو درملو ، موټرانو استولو او د پټلۍ ریلگاډو په تولیدوونکو کی دا هیله راژوندۍ سي چی له سره تجارتی اړیکی پیل کړي. تر اوسه پوری په دغه هیواد کی د ۸۰ په شاوخواکی شرکتونه په کار او فعالیت بوخت دي.

Österreich Atomverhandlungen mit dem Iran in Wien
په ویانا کی د رضاییت څیرې. پس له لسو کلونو اتومی شخړه پای ته ورسیدهانځور: Reuters/L. Foeger

په ویانا کی دیپلوماتیکی بریالیتوب

د روانی اونۍ په پیل کی د ملگرو ملتو د ویتو حق درلودونکی هیوادونه او آلمان د ایران سره د اتوم په برخه کی داسي یوه توافق ته سره ورسیدل چی له مخی به یې دغه هیواد نور اتومې وسلې نه جوړوي او له خپلو اتومي دستگاوو څخه یوازې د ملکي اهدافو له پاره استفاده کوي. ددغه کار په مقابل کی پر ایران باندی اقتصادی بندیزونه گام پر گام له منځه ځي. ددغو بندیزونو له امله په ۲۰۱۰ میلادی کال کی د ایران تجارت څلور اشاریه اوه میلیارد او په ۲۰۱۳ کال کی دوه اشاریه یو میلارد ته راکښته سو.

DW.COM