1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزيري افغانستان ته سفر کړی

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۲۲, شنبه

د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فوندرلاين، په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د ماموريت تر ختمېدو لږ دمخه، د هغوی د ليدلو له پاره دغه هيواد ته رسېدلې ده. هغه نن سهار د مزارشريف هوايي ميدان ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/1E3b9
انځور: Bundeswehr/Sebastian Wilke/CC BY-NC-ND 2.0

د آلمان د دفاع وزيره، لومړی په مزارشريف کي د خپلو ځواکواکونو وروستۍ اډې «مرمل کمپ» ته تللې ده. دا افغانستان ته د هغې دريم سفر دئ.

فون درلاين له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د جنگي ماموريت تر ختمېدو څو ورځي دمخه له دغه هیواده د ځواکونو د ژر ايستلو خبرداری ورکړی دئ.

د آلمان د مسيحي ديموکرات اتحاد دغي سياستوالي، مزارشريف ته د پرواز پرمهال ويلي ول، چي نړيوالي ټولني په افغانستان کي ډېري برياوي لرلي دي، خو په دغه هيواد کي اوس هم وضعيت سم نه دئ.

په افغانستان کي د ۱۳ کلن پوځي ماموريت تر ختمېدو لږ دمخه اوس هم ۱۲۰۰ آلماني عسکر مېشته دي.

هغې ويلي دي، دا ډېره ښه دی چي د نوی کال له پيله، نړيواله ټولنه په افغانستان کي جنگي ماموريت ختموي او د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلا مشورو يو بل ماموريت پيلوي. هغې زياته کړې ده چي دغه ماموريت بايد کرار کرار پرمخ ولاړ سي او افغانستان بايد يو ناڅاپه پرې نه ښودل سي.

عراق يوه بېلگه ده

عراق يوه احتياطي بېلگه ده، چي په ۲۰۱۱م کال کي امريکا متحد ايالات او په خپله عراق پر يوه امنيتي تړون باندي سره سلا نه سول او درې کاله وروسته بيا اوباما بيرته مجبوره سو چي دغه هيواد ته جنگي ځواک ولېږي او هلته د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د زور زياتيو مخنيوی وکړي.

اوس حتی آلمان په پتېيلې ده چي د کردانو «پيشمرگي» ملېشې د روزلو له پاره، د کردانو پلازمېني اربيل ته شاوخوا ۱۰۰ عسکر ولېږي.

د آلمان د دفاع وزيري ويلي دي، چي په افغانستان کي د دغو وروستيو بريدونو تمه کېدله. هغې ويلي دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو دمخه طالبان په خپلو يرغلونو سره د افغان امنيتي ځواک قدرت آزمويي. خو دوی په اول قدم کي ملکي وگړي خپل هدف گرځولی دئ. په کابل کي د فرانسې په يوه فرهنگي مرکز کي د پنجشنبې په ورځ په ځانمرگي بريد کي يو آلمانی هم ووژل سو.

د «پريکړنده ملات» ماموريت

په افغانستان کي د ناټو په مشرتوب د ايساف ماموريت اوس د «پريکړنده ملاتړ» په نوم ماموريت باندي بدليږي، چي موخه ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او سلا مشورې دي. د نژدې ۴۰ هيوادونو ۱۲۰۰۰ عسکر به په دغه ماموريت کي ونډه ولري. آلمان به هم په دغه ماموريت کي نژدې ۸۵۰ عسکر ولري.

د دغه ماموريت عسکر به د کابل په گډون د دغه هيواد په څلورو نورو سيمو کي فعاليت کوي. آلمان به د افغانستان د شمالي سيمو مسئوليت پرغاړه ولري.

د دغه ماموريت عسکر به په جنگ کي برخه نه اخلي، خو د وسله والو نښتو پرمهال به له خپله ځانه او خپلو متحدانو دفاع کوي.

په افغانستان کي آلماني عسکر
په افغانستان کي آلماني عسکرانځور: picture-alliance/dpa