1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزير استعفاء ورکړه

۱۳۸۹ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

د يو سياست وال په توګه کارل څوګوتنبرګ د خپل نيکه په قدم باندي پيښه کيښودله او د سیاست په ډګر کی له هغه څخه هم لا وړاندی ولاړ او سياسي مقامونو ته ورسيد. هغه تر ډيري مودي د آلمان يو ډير محبوب سياستوال ؤ

https://p.dw.com/p/R5Ff
د آلمان د دفاع وزیر له خپلی دندی استعفاء وکړه
د آلمان د دفاع وزیر له خپلی دندی استعفاء وکړهانځور: dapd

هغه لا تر اوسه 40 کلن شوي نه دي ، خو د سياسي مقامانو لوړو څوکيو ته ډير ژر ورسيد. کارل تيودور د 1971 کال د دسمبر په پنځمه د المان د باوريا په ايالت په هغي یوی کورني کي زيږدلي چي شجره يي د فرانک د پادشاهي کورني ته رسيږي. په کوچينوالي هغه له سياست سره مينه درلوده او ښايي هم وجه دا وي چي د هغه نيکه د آلمان د فدرالي شورا استازي اود دولت په چارو کي پارلماني معين ؤ. سر بيره پر دي د هغه نيکه د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد يا CSU د مؤسسينو له جملي څخه ؤ.

د بکلوريا د دوري د زدکړو څخه وروسته څوګوتنبرګ د عسکري خدمت ته ودانګل او خپل خدمت يي د احتياط منصبدار په توګه بشپړل کړل.

هغه د آلمان د مونيخ او بايرايت په ښارونو کي د حقوقو او سياسي علمو لوړي زدکړي وکړي او په 2006 کال کي خپله ډوکتورا تر لاسه کړه. د «ډوکتورا» دغه لقب د هغه ټول سياسي ارتقاع تر سواله لاندي راوستله او په پاي کي د دي لامل شوه هغه د سياست په ډګر کي سخت ماته ورکړي.

په څوګوتبرګ باندي تور ولګول شو چي هغه په خپله ډوکتورا کي جعلکارِي کړي او په خپلي وړاندي شوي «علمي موضوع» کي د «پرديو متنونو» څخه کار اخيستی دی پرته له دي چي د هغو سر چينو ته اشاره وکړي.

څوګوتنبرګ په افغانستان کی له خپلو سرتیرو سره ولیدل
څوګوتنبرګ په افغانستان کی له خپلو سرتیرو سره ولیدلانځور: AP

هغه په خپلي دغي نيمګړتيا اعتراف وکړ چي په خپله ډوکتورا کي د استفاده شوو متنو سرچيني يادي کړي نه دي. خوهغه وويل چي دا کار يی قصدي نه دي کړي، بلکه دا یوه انساني اشتباه وه.

خو د څوګوتبرګ سياسي مخالفين د هغه له دا ډول توجيهاتو سره موافق نه دي. د بايرايت پوهنتون علمي کدر له هغه څخه د « ډوکتورا» لقب بيرته واخيست او سياسي مخالفين وتوانيدل چي د دفاع وزير استعفاء ته مجبوره کړي.

څو ګوتنبرګ په برلين کي يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چي له دغه ماموريت څخه استعفاء د هغه «د ژوند تر ټولو دردونکي اقدام دي.» هغه وويل چي دي دا تصميم په دي وجه نه نيسي چي ګواکي د خپلي «ډوکتورا» په ليکولو کي اشتباه کړي ده. هغه وويل: « په خاصه توګه مهم دليل دا دي هغه لوړ معيارونه چي ما د خپل مسووليت لپاره ټاکلي دي، د يو داسي حالت سره چي ورسره مخامخ يم، په ښه توګه سرته رسولاي نه شم.»

څو ګوتنبرګ وويل چي نه غواړي د هغه په شخصيت باندي د روان شخړايز بحث دوام سره د آلمان پوځ ته تاوان ورسيږي. هغه وويل په همدي وجه دي له خپلي دندي څخه د د دفاع وزير په توګه ګوښه کيږي.

د آلمان د 2009 پارلماني ټاکنو څخه وروسته د المان پخواني دفاع وزير فرانس يوزف يونګ په کندوز کي د طالبانو له خوا پر دوو تښتول شوو ټانکرونو باندي د يوي هوايي ببماري له امله له خپلي دندي ګوښه شو. په دغي ببماري کي چي د آلمان د یو پوځي منصبدار په امر وشوي، کابو 140 تنه ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

څوګوتنبرګ په کابل کی له ولسمشر کرزی سره لیدل کیږی
څوګوتنبرګ په کابل کی له ولسمشر کرزی سره لیدل کیږیانځور: AP

له يونګ څخه وروسته کارل تيودور څو ګوتنبرګ د دفاع وزير وټاکل شو. له دي مخکي د صدراعظمي مرکل په پخواني کابينه کي څوګوتنبرګ د آلمان د اقتصاد وزير ؤ. د دفاع د وزير په توګه هغه ژمنه وکړه په هغو نيمګړتياو کی چي د پخواني وزير په دوره کي په پوځ، دفاع وزرات او د افغاسنتان د ماموريت په اړه رامنح ته شوي، په سمونوالي کي به زيار وباسي.

کارل څوګوتنبرګ په خاصه توګه د افغانستان په دننه کي د آلماني سرتيرو وضعيت ته ځانکړي پاملرنه درلوده. هغه عسکرو ته ژمنه درلوده چي هره دري مياشتی به له هغو سره د افغانستان په دننه او حتی دهغوي په سنګرونو ور سره ګوري. هغه نهه ځلي افغانستان ته سفر کړي او په کندز، بغلان او مزار شريف کي له آلماني سرتيرو سره له نژدي ليدلي دي. وروستي ځل په تير فبروري په داسي وخت کي هغه افغانستان ته لاړ چي د آلمان په دننه کي د خپلي «ډوکتورا» له لانجي سره مخامخ شوی ؤ.

آژانسونه/عبدالباری حکیم

کتونکی: بریښنا صابر