1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزير کندز کی دی

۱۳۸۸ آذر ۲۰, جمعه

د آلمان د دفاع وزير:« د افغانستان جګړه له پوځي لارې نه ګټل کيږي، په دې لار کې د پراختيا ملکي پياوړو څيزونو ته اړتيا ده.»

https://p.dw.com/p/Kzl4
د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتبرګ په کندوز کي له خپلو سرتيرو سره ګوري
د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتبرګ په کندوز کي له خپلو سرتيرو سره ګوريانځور: AP

د آلمان د دفاعي چارو وزير کارل تيودور څو ګوتنبيرګ په ناڅاپي ډول افغانستان ته سفر وکړ. د آلمان د مطبوعاتي آژانس په برلين کې خبر ورکړ چې، ده د جمعې په سهار په کندز کې د آلماني سرتيرو له اډې څخه ليدنه وکړه. ده د پنجشنبې په ورځ د آلمان دوهم ټلويزيوني کانل ته وويل، چې د افغانستان جګړه له پوځي لارې نه ګټل کيږي، په دې لار کې د پراختيا ملکي پياوړو څيزونو ته اړتيا ده. د آلمان د دفاعي چارو وزير افغانستان ته په رسيدو سره غواړي له خپلو افسرانو سره د سپتمبر په مياشت کې د طالبانو له خوا په دوو تښتول ښويو ټانکرونو د بريد په اړه خبرې وکړي. دغه راز ده د ملکي قربانيانو کورنيو ته د تاوان په ډير زر ورکولو ټينګار وکړ. دغه سفر بايد افغانستان ته د ده تر رسيدو پورې د امنيتي لاملونو له کبله پټ پاتې واي. له دغه وزير سره په سفر کې په پارلمان کې د ګوندي اړخونو مشران ملګري دي. په پلاوي کې ژورناليستان برخه نه لري.

په برلين کي د آلمان د دفاعي کړيو له خوا هغو تصديق شوو رپوټونو ته چي ښايي د کندز په هوايي ببماري کي د آلمان خاص روز شول کوماندويي ځواک (KSK) هم برخه اخيستي وي، د آلمان د دفاع وزير وويل: « دا موضوع د پلټني کميسيون پوري اړه لري» د ګرويين يا د شنو د ګوندو، دسوسيال ديموکرات او د کيڼ ګوند د دفاعي چارو کارپوهانو د نوموړي موضوع په اړه د آلمان د حکومت د معلوماتو په سياست باندي نيوکي وکړي. څو ګوتبرګ په لومړي سر کي د کندوز هوايي بريد د يو «مناسب پوځي» عمل په توګه ګڼلي ؤ.

د سپتمبر په پيل کي د طالبانو له خوا پر دوو تښتول شوو ټانکرونو باندي د آلمان د يو پوځي قومندان په امر هوايي بريد وشو
د سپتمبر په پيل کي د طالبانو له خوا پر دوو تښتول شوو ټانکرونو باندي د آلمان د يو پوځي قومندان په امر هوايي بريد وشوانځور: AP

هغه د آلمان «مارګن مګزين» نومي خپروني ته د نوموړي بريد په هکله له خپلي لومړي ارزونه يو ځل بيا توجيه کړي: « د سره صليب رپوټ چي په هغه شيبه کي ما تر لاسه کړ، سمدلاسه می هماغسي نورو ته وړاندي کړ. ما هغه وخت هم وويل چي په ببماري کي ولسي وګړي هم وژل شوي دي. دا په حقيقت کي د آلمان د فدرالي حکومت لومړي ښکاره بيان ؤ چي ما ورکړ.. دا چي په هغه وخت کي ما د« مناسب پوځي» عمل جمله استعمال کړي وه، دا په هغه وخت کی د پيښي په هکله زما د معلوماتو له مخي ؤ، خو دغه ډول ارزونه مي وروسته په ښکاره توګه اصلاح کړه».

د آلمان د دفاع وزير وويل چي هغه له خپلو سرتيرو هيله من دي چي خپله دنده تر سره کړي. هغه وويل « خو مونږ پوهيږو چي دا يو جنګي ماموريت دي. له دي څخه لازمه نه چي سړي نور سترګي پټي کړي او زما په نظر سرتيري هم دغسي يو انتظار لري چي په دي هکله په ښکاره توګه خبري وکړو.»

فرانس پرس/ سيهلا حسرت نظيمي

کتونکي: عبدالباري حکيم