1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع پر وزیر باندی سیاسی فشار زیات شوی ولی؟

۱۳۸۸ اسفند ۲۸, جمعه

ببماري په قضيه کي له نوو پلټنو او شهادت ورکونو سره د آلمان د دفاع وزير، کارل تيودور څو ګوتبرګ باندي فشار وار په وار زياتيږي.

https://p.dw.com/p/MWaV
د آلمان د دفاع وزیر، کارل تیودور څو ګوتبرګانځور: picture alliance/dpa
د آلمان د فدرالي شورا د پلټني په جرګه ګي کي د کندز د هوايي څوک څه وخت او په څه باندي خبر ؤ؟ خبره د تير کال د سپتمبر په مياشت کي په کندز کي پر دوو ټانکرونو باندي د هوايي بمباري په موضوع ده. په دغي هوايي بمباري کي څه نا څه 142 تنه انسانان ووژل شول چي ويل کيږي ډيري ولسي وګړي ؤ. د دفاع وزير څو ګوتبرګ وويل چي هغه ته ډير زيات معلومات نه دي ورکړ شوي ، نو په دي وجه لوي درستيز او دفاع وزارت يو معين يي له خپلو دندو ګوښه کړل. اوس دغه دواړه کسان د پلټني جرګه ګي ته پرون غوښتل شوي ؤ او هغي ته معلومات ورکړل او د دفاع وزير د تصميم په خلاف يي له ځان څخه دفاع وکړه. که څه هم نوموړي جرګه ګي نوي معلومات رسنيو ته تر اوسه پوري بربنډ کړي نه دي، خو د هغو غړو چي د پارلمان د بيلابيلو سياسي ګوندونو استازي په کي ګډون لري له تحقيقاتو خخه وروسته مطبوعاتو ته خپل غبرګونونه ښکاره کړل چي هر يو ي کابو په دفاع وزير باندي د فشار د زياتديو ويندوي کوي. د سوسيال ديموکرات د ګوند استازي، راينر ارنولد وويل: «خبره په اوسني وزير باندي ده، هغه د عسکرو اعتماد ته اړتيا لري، که چيري يقين نه لري چي رښتييا ووايي، نو دغه اعتماد سخت تاواني کيږي. او دا ډير جدي ټکي دي.» د حکومت مخالف اړخ د پلټنی په جرګه کي د پخواني لوي درستيز شنايدر هان او د دفاع د وزارت پخواني معين پيتر ويښرت نوي معلومات تر ارزوني لاندي ونيول او هغه يي د دفاع وزير څو ګوتبرګ لپاره ښه زيري نه ګڼي. په جرګه ګي د ګروينن يا د شنو دګوند استازي، اميد نوري پور وويل: « هغه څه چي مونږ اوس اورو، رښتيا هم مغشوش کونکي دي، مونږ غواړو چي پوه شوه چي په حقيقت کي څه پيښ شوي دي، ځکه زمونږ پوښتنه دا ده چي د دفاع وزير څرنګه په لومړي سر کي دي نتيجي ته ورسيد چي دغه حمله پرځاي وه. او بيا ولي يي خپله خبره واړوله. په همدي وجه سړي نه پوهيږي چي کومه خبر رښتيا ده» د کندز پيښه د حکومت د مخالفو ګوندونو لپاره ښه قضيه جوړه شوي ده چي غواړي له هغي څخه په خپله ګټه سياسي استفاده وکړي او په خاصه توګه په دفاع وزير باندي سياسي ګذارورنه وکړي. د پلټني په جرګه کي د آلمان د دو ايتلافي ګوندونو، مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال استازي، ارنست راين هارد بيک هڅه کوي چي د مخالف ګوندونو د نيوکو پر خلاف له خپل دفاع وزير څخه ساتنه وکړي: هغه د جرګه ګي د پروني غوندي څخه وروسته وويل: «زه فکر کوم چي د قضيي مهم ټکي باندي هم خبري وشوي، خو که چيري د اعتماد فضا وجود ونه لري، نو د پيښي د روښانه کولو لپاره د ؛دي همکاري بنسټ نه شي رامنځ کيداي.» د آلمان د پارلمان کين اړخ ګوند استازي، يان وان اکن داسي خبري بيا نه مني او وايي چي د کندوز په قضيه کی آن له سره رښتيا نه دي ويل شوي: « زه ؛مان کوم چي د سپتمبر له څلورمي وروسته، سياسي تصميم ونيول شو چي پر دغي قضيي باندي پرده وغوړل شي.» د کندز پيښه ښايي تر زياتي مودي د آلمان حکومت او د هغه مخالف ګوندونه په سياسي کش او کړپ کي مصروف وساتي. اينز توراو/ عبدالباري حکيم کتونکی: قاسم نوری