1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سوسيال دموکراتانو مشران د گوند په مشکلاتو خبرې کوي

۱۳۸۶ اسفند ۲۰, دوشنبه

برلين: نن د آلمان په پلازمینه کې د آلمان د سوسيال دموکرات گوند SPD د مشرانو جرگه په دغه گوند کې د اوسنيو ستونځو په هکله خبرې اترې پيل کړی. د گوند مشر به د غوندې څخه وروسته په يو خبري کنفرانس کې ژورنالستانو ته معلومات ورکړی.

https://p.dw.com/p/DLvc
Kurt Beck
Kurt Beckانځور: AP
د آلمان د هسن په ايالت کې نږدې وه، چې دلته د گوند مشره مېرمن ايپسی لانتي حکومت جوړ کړی، خو دلته د گوند یوې غړې مېرمن مېتزگر د دې پلوی ونکړه. مېرمن مېتزگر نه غوښتل چې د دې گوند د چپ يانو په مرستې سره نوې حکومت جوړ کړی.
يوه بله خبري منبع ليکی، چې د سوسيال دموکراتانو مشر ښاغلی بيک غواړی د آلمان په راتلونکو انتخاباتو کې د گوند د انتخاباتي کمپاين يوه موضوع له افغانستان څخه د آلماني عسکرو ايستل وټاکی.