1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سپکو وسلو صادرات ډير سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۶, دوشنبه

د آلمان د سپکو وسلو خرڅلاو په ۲۰۱۲ کال کي تر بل هروخت ډير وو او د هغه تيرکال په پرتله دوه برابره ډير سوی دئ. د آلمان په رسنيو کي د وسلو تجارت خوار دقيق بررسي کيږي.

https://p.dw.com/p/18eUP
Maschinenpistolen des Typs MP5 des deutschen Waffenherstellers Heckler & Koch sind am Montag (15.03.2010) im Schießstand der Polizei in Freiburg zu sehen Die deutschen Rüstungsexporte haben sich nach Angaben des Friedensforschungsinstitutes SIPRI (Stockholm International Peace Research Institute) in den letzten fünf Jahren rund verdoppelt. Foto: Patrick Seeger dpa/lsw +++(c) dpa - Bildfunk+++
Maschinenpistolen des Typs MP5انځور: picture-alliance/dpa

آلمانۍ ورځپاڼه «زود دويچه څايتونگ» د خپل دوشنبې د ورځي په گڼه کي ليکلي دي، چي د دغه هيواد د کوچنيو وسلو په برخه کي د وسلو توليدونکو عائيدات تر بل هروخت ډير ول.

دغي ورځپاڼي ليکلي دي، چي په ۲۰۱۲ کال د آلمان د سپکو وسلو صاردارت ۷۶،۱۲ ميليونه يورو ول. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۱ کال کي د ۳۷،۹ ميليونه يورو په اندازه کوچنۍ وسلې صادري سوي وې.

د دې ترمخه د آلمان د کوچنيو وسلو صادرات تر ۱۹۹۰ کال وروسته په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي زيات ول، چي د خرڅلاو کچه ئې ۷۰،۴ ميلیونه يورو ته رسېده.

ورځپاڼي کاږي چي دغه معلومات ئې د دغه هيواد د چپيانو له گوند څخه ترلاسه کړي دي، چي په پارلمان کي ئې له اقتصاد وزارت څخه د ۲۰۱۲ کال د ارقامو په اړه رسمي غوښتنه کړې وه.

د آلمان حکومت کوچنۍ وسلې هغه وسلو ته وايي، چي يو نفر ئې انتقال او استعمال کړل سي. په دغو سلاو کي توپکونه، توپکچې، کوچني چاودېدونکي، لکه لاسي بمونه او ماينونه شامل دي. هغه راکټونه چي انتقاليږي هم په سپکو وسلو کي راځي.

د خصوصي شرکتونو له لاري د آلمان نظامي صادرات بايد د يوې شورا له خوا بررسي او تصويب سي. دغه شورا د آلمان د لومړۍ وزير انگيلا ميرکل، دفاع، بهرنيو، ماليې، او پراختيايي چارو د وزيرانو څخه جوړه ده.

د مرگ سوداگري

د کوچنيو سلاوو سوداگري په نړيواله کچه د جنجال وړ يوه موضوع ده، ځکه چي په نړۍ کي د انسانانو د وژلو له پاره تر ډيره له دغو وسلو څخه کار اخيستل کيږي.

د بخښني نړيوال سازمان اټکل کوي، چي د ورځي نزدې ۱۰۰۰ تنه له هغو ټپونو څخه مري چي په کوچنيو وسلو يا توپک باندي ټپي سوي وي.

د آلمان په پارلمان کي د چپيانو د گوند استازي يان فان اکن، د «زود دويچه» ورځپاڼي ته ويلي دي دي چي «کوچنۍ وسلې د ۲۱ پېړۍ د ډله ييزي وژني وسلې دي.» هغه په دې نظر دئ، چي د حکومت له خوا د دغو وسلو د صادراتو تصويبول «بايد د دوه چنده په معنی نه، بلکي غير قانوني کول وي.»

په وروستيو مياشتو کي د آلمان حکومت داسي هيوادونو لکه اندونيزيا، سعودي عربستان او قطر ته د زره لرونکو ټانکونو او نورو پوځي وسايطو صادرات تصويب کړي دي. او دغه راز ئې د عربو متحده اماراتو ته د کوچنۍ وسلو د صادرولو پريکړه کړې ده.

د «زود دويچه» ورځپاني د روان کال د فيبرورۍ په مياشت کي راپور ورکړی وو، چي خليج هيوادونو ته په ۲۰۱۲ کال کي د آلمان د وسلو د صارداتو کچه د يوه کال د مخه په پرتله درې برابره ډيره سوې ده.