1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د فدرالي جمهوريت د اساسي قانونه محکمه ۶۰ کلنه سوه

۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

سره له دې چي د المان د اساسي قانون محکمه د المان په ټولو تاسيساتو نظارت او کنترول لري، خو بيا هم د المان د فدرالي حکومت د اساسي قانون محکمه ټول حقوقي مسايل نه څيړي، نو پر دي اساس دغه هره حقوقي او قانوني قضيه نه څيړي.

https://p.dw.com/p/12idG
د آلمان د اساسي قانون محکمه
د آلمان د اساسي قانون محکمهانځور: picture-alliance/ dpa

د دغي محکمي مقر د آلمان د کارلز روهه په ښار کي دي، په همدي وجه په آلمان کي  هغي  ته کله کله د کارلز روهه محکمه هم وايي.

 

د کالسروهه محکمه د ټولو کسانو حقوقي مسايل څيړي چي په ټولو محکمو کي بي نتيجي پاتي شوي وي. نو بيا دغه ډول دعواوي  نوموړي محکمي ته  وړاندي کيږي  ترځو خپأه وروستي پريکړه اعلان کړي. د دغي محکمي حکم د آلمان  د هر ارګان لپاره د منلو وړ ده.

 

 

د اساسي قانون ساتونکي

 

دغه محکمه د عدلي او اجرايوي اورګانونو د تګلارو او د سيمه يزو ارګانونو اجرات څيړي چي د اساسي قانون څخه سرغړونه ونه کړي.

 

د دي محکمي معيار د المان اساسي قانون دي او په ځانګړي توګه د المان د اساسي قانون  له لومړي تر نولسمي مادي پوري د ددغو حقوقو د خوندي ساتني اساس جوړوي. دا چي دغه مادي  له جګړي څخه وروسته د آلمان اساسي قانون ګڼل کيږي، په دي باندي د آلمان هر وکړي پوهيږي.

 

د اساسي قانون ټولي مادي ډيري اړيني دي، که هغه د اساسي قانون لومړي ماده ده چي په هغي کي د انساني کرامت څخه يادونه شوي ده او که دويمه ماده ده چي شخصي  حقوق خوندي ساتي او که په مشخص ډول  12 ماده   چي په هغي کي د شغل آزادي، او 14 ماده چي په هغي کي د مالکيت  له حق څخه  يادونه شوي ده.

 

دا چي عام خلک د اساسي قانون محکمه د آلمان ستره محکمه بولي په کامله توګه سمه نه ده. ځکه چي دغه محکمه د نورو ټولو محکمو په راس کي واقع نه ده. دا ډول برداشت له دي ځايه سرچينه اخلي چي د المان د ټولو ايالتونو محکمي او دولتي اداري مکلف دي  چي د المان د اساسي قانون د محکمي د  پريکړو اطاعت وکړي . 

 

                                                      

نور قوانين د اساسي قانون سره پرتله کول

 

 د اساسي قانون د محکمي قاضيان نه يواځي د اساسي قانون په هکله شکايتونو ته غوږ نيسي. بلکه اکثرا حيني نور قوانين تر غور لاندي نيسي چي آيا د اساسي قانون له  حکمونو سره سمون لري که نه.

 

د آلمات

 

 د المان د اساسي قانون محکمه 16 قاضيان لري چي په دوو برخو يا په دوو ديوانونو ويشل شوي دي. لومړي ديوان د اساسي قوانينو پوري اړونده مسايل او دوهم ديوان د دولتي حقوقو پوري اړوند مسايل څيړي.

 

 د دواړو برخو يا دواړو ديوانونو قاضيان  بيا بيرته په قضايي خونو يا څانګو کي  سره يو ځاي کيږي چي په هر څانګه کي  له هر ديوان څخه دري قاضيان  سره کار کوي او په داسي مسايلو بحث کوي چي د اساسي قانون سره ستونزه ولري او يا له اساسي قانون سره په ټکر کي وي.

 

هر کال  کابو 6000  حقوقي شکايتونه دغي محکمي ته وړاندي کيږي. د آلمان د اساسي قانون د جوړيدو څخه را په دي خوا تر اوسه پوري دواړو ديواونو  کابو 7000 فيصلي کړي دي او  د قضايي  خونو يا څانګو د فيصلو شمير  په دي موده کي 130 زرو ته رسيږي.

آژانسونه/ ناصر

کتونکی: عبدالباري حکيم