1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د فوټبال ښځينه ټيم د نړۍ اتل شو

۱۳۸۶ مهر ۹, دوشنبه

د آلمان د فوټبال ښځينه لوبډله په تاريخ کې په دويم ځل نړيوالې اتلولۍ وگټلې. په شانگهاي کې د يوې په زړه پورې پايلوبې څخه وروسته د الماني روزونکې مېرمن زيلويا نايد لوبډلې د برازيل ملي ټيم ته ماتې ورکړه او 2:0 گولونه يې ووهل.

https://p.dw.com/p/DKHR
آلمان په پايلوبه کې برازيل ته 2:0 ماتې ورکړه
آلمان په پايلوبه کې برازيل ته 2:0 ماتې ورکړهانځور: AP
برازيل څلور پلا د نړۍ اتل پاته شوی دی. آلمان په وروستي ځل په 2003 م کال کې د نړۍ اتل وگرځېد. د لوبې په لومړۍ نيمه برخه کې برازيل خورا تکړه وخوت خو گول يې ونه واهه. آلماني لوبغاړو بيرگيت پرينڅ او زيمونه لاودر د لوبې په دويمه برخه کې گولونه ووهل. خو د آلمان گولکيپره د سيالۍ اتله وبلل شوه ځکه چې د دغې لوبې په ترڅ کې يې يو پينلتي کيک شنډ کړ او د نړيوالو اتلوليو په بهير کې يې يو گول هم ونه خوړ. ځوانې لوبغاړې لکه زيمونه لاودر همداراز ډېرې تگړه وختلې.