1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ټلي کام کارکونکو په اعتصاب لاس پورې کړ

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د آلمان د ټلي کام شرکت کارکونکو د شرکت تر شخصي کېدو ورسته په لومړي ځل په اعتصاب لاس پورې کړی دی. د وېردي په نامه د کارگرانو ټولنې د آلمان په غرب کې په لس زرو کارکونکو غږ کړی دی چې خپل کارونه دې پرېږدي.

https://p.dw.com/p/DKIu
د اعتصاب علت د پنځوس زرو کارځايونو د منځه وړل دي
د اعتصاب علت د پنځوس زرو کارځايونو د منځه وړل ديانځور: picture alliance/dpa
د وېردي د ټولنې مشر لوتار شرودر وايي چې کېدای شي دغه اعتصاب يو څو اونيو ته وغځېږي او داسې ښايي چې د ټلي کام پر مشتريانو به هم منفي تاثرات ولري. د اعتصاب کولو علت له شرکت څخه د پنځوس زرو کارځايونو ايستل دي. ټلي کام غواړي چې دغه کارونه نورو شخصي شرکتونو ته وسپاري. هلته به نور کارکونکي په لږ معاش لا زيات کار کوي.