1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پخواني ولسمشر د ژوند لوړې او ژورې

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

کله چې کریسیتان وولف د ۲۰۱۰ کال په اوړي کې د آلمان د فدرالي جمهوریت د لسم ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغه ته د یو متین، د اعتماد وړ، د پراخ زغم لرونکي او یوه په زړه پوري سیاست وال په سترګه کتل کیدل.

https://p.dw.com/p/144pv
انځور: Reuters

په هغه وخت کې د ۵۱ کلن وولف د شخصیت په هکله د عادي آلمانانو په منځ کې نظر پوښتنه وشوه. وولف د دې نظر پوښتنې په پایله کې د آلمان د تر ټولو محبوب سیاستوال مقام وګاټه. یوه ټولنپوه وولف ته د «نیک احساس» د خاوند نوم ورکړ.

د مسیحي دیموکرات ګوند دغه سیاستوال چې یو ټینګ کاتولیک دﺉ تر یوې مودې آن د آلمان د دوو متحدو ګوندونو (مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي) له خوا د صدراعظم د دندې له پاره احتمالي کاندید ګڼل کیده. خو وولف په ۲۰۰۸ کال کې پخپله په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې دی د صدراعظمۍ له مقام سره نه جوړیږي ځکه چې دی د دې ډول قدرت ته د رسیدو له پاره په خپل ځان کې توان او اراده نه ویني.

وولف په ښکاره توګه وویل چې له زیات قدرت څخه لذت نه وړي. په هغه وخت کې کریسیتیان وولف د آلمان د نیدرزاکسن ایالت لومړی وزیر وو او غوښتل ئې چې په همدې مقام کې پاته شي.

له ستونزمنو شرایطو څخه لوړ مقام ته د رسیدو لار

د کریتسیان وولف پلار هغه له خپلې مور سره یوازې پریښود. تر دې وروسته بیا د هغه پلندر هم د وولف له مور څخه جدا شو. وولف یوه خور هم لري. د وولف مور ډیره ناروغه وه. نو په دې ترتیب سره وولف خپل ډیر وخت له خپلې مور او خور سره تیر کړ. خو هغه بیا هم په دې وتوانید چې په لوړه درجه له لیسې څخه فارغ شې او د حقوقو په برخه کې له لوړو زدکړو وروسته مدافع وکیل شي.

کریستیان وولف په ځواني کې له سیاست سره لیوالیتا درلوده او د مسیحي دیموکرات په ګوند کې ئې غړیتوب تر لاسه کړ. هغه پخپله کوټه کې د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول، یو عکس ځړولی وو. وولف د نیدرزاکسن په ایالت کې د خپلو سیاسي فعالیتونو په پایله کې لوړو مقامونو ته ورسید. هغه دوه ځلي د نوموړي ایالت حکومتي مشرۍ ته ځان کاندید کړ خو بریالی نه شو. بالاخره په ۲۰۰۳ کال کې وولف خپل هدف ته ورسید او وتوانید چی د نوموړي ایالت لومړی وزیر شي.

په ۲۰۰۸ کال کې کریستیان وولف نوموړي مقام ته ځان بیا کاندید کړ او د دغه مقام په تر لاسه کولو وتوانید.

د وولف په ژوند کې د هغه میرمنه هم ډیر مهم رول لري. هغه بیتینا کوینر نومیږي چې د یو شرکت مطبوعاتي ویانده وه. وولف له هغې سره د افریقا په یو سفر کې وپیژندل او وروسته ئې ور سره واده وکړ.

دغې میرمنې د وولف ژوند ته یوه نوې بڼه ورکړه او د هغه په شخصیت کې ئې ستر بدلون رامنځ ته کړ. له دې وروسته وولف نور چپ او آرام او یا د چا خبره داسی یو څوک نه وو چې یواځیتوب به ئې خوښیده، بلکه په عامو محفلونو کې په شان او شوکت سره، د حضور پیدا کولو لیوالتیا ور سره پیدا شوه.

خو دا چې وولف او د هغه میرنې د نیدرزاکسن د ایالت په پلازمینه، هانوور کې له شتمن او مخوورو کسانو سره څه ډول تعلقات درلودل د عامو خلکو او په برلین کې د هغه د ګوند د مشرۍ له نظر څخه پټ پاته شوي دي.

کله چې کریستیان وولف د ولسمشر په توګه وټاکل شو، له هغه څخه پوښتنه وشوه چې څه شي هغه دې ته وهڅوه چې دغه مقام ته ځان کاندید کړي، نو هغه په ځواب کې وویل: «زه غواړم چې د خلکو له پاره خدمت وکړم او د هغوی په منځ کې د یو پل جوړونکي نقش ولرم.»


خو د شخصي پور اخیستلو او د شخړییزو تفریحي سفرونو موضوعگانو وولف له جدي ستونزو سره مخامخ کړ او هغه ئې آن دې ته اړ کړ چې له خپل مقام څخه استعفا وکړي.

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش