1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پخواني ولسمشر له پاره برائت

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ اسفند ۸, پنجشنبه

د آلمان پخواني ولسمشر کریستیان وولف، د ده پر ضد له لگول شوي تور څخه برائت وموند. پر وولف باندې دو کاله مخکې له خپل مقام څخه د «ناوړه گټه» اخیستنې تور لگول شوی وو، خو په محکمه کی هغه ثابت نه شو.

https://p.dw.com/p/1BGpp
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان تر ټولو ځوان پخوانی ولسمشر کریستیان وولف، چې دو کاله مخکې پرې د لگول شوو تورونو له امله خپلې دندې څخه گوښه کیدو ته مجبوره شو، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال فبروری ۲۷ مه) له محکمې څخه برائت وموند. د آلمان د نیدرزاکسن د ایالت د محکمې د دوهم ستر جزایي دیوان په خپلو بشپړو تحقیقاتو کې داسې یو څه ونه موندل چې د هغه پر اساس دې وولف مجرم وگڼل شي. پر وولف باندې تور لگول شوی وو، کله چې وولف په ۲۰۰۸ کال کې د نیدرزاکسن لومړی وزیر وو، د آلمان په مونشن ښار کې د «اکتوبر فېست» په نامه یوه جشن کې د ده د هوټل مصرف، تقریبا ۷۲۰ یورو یوه آلماني فلم تمویلونکي داوید گروینه وولد، پر غاړه اخیستی دی.

په لگول شوي تور کې بیا دا ویل شوي وو چې دوه میاشتې وروسته هغه له گروینه وولد سره مرسته کړې وه تر څو د زمینس د شرکت د یوه فلم د جوړولو اجاره نوموړي فلم تمویلونکي ته ورکړل شي. څارنوال پر وولف باندې د بډو اخیستو او پر گروینه وولد باندې د بډو ورکولو تور لگولی وو. هغوی دواړه د محکمې پر وړاندی ودرول شول.

د محکمې قاضي فرانک روزنیف، د پنجشنبې په ورځ دغو دواړو ته له لگول شوو تورونو څخه برائت ورکړ او هغوی یې «غیر مجرم» اعلان کړل. قاضي د خپل حکم په دلایلو کې د وولف او گروینه وولد د اړیکو په هکله وویل چې هغوی «د یوې تجارتي اړیکې څخه د ملگرتیا اړیکي جوړې کړې.» قاضي د برائت ورکولو په دلایلو کې وړاندې وویل: «په سختو حالاتو کې دواړه تورن کسان د یو بل ښه مشاورین ول.» قاضي یادونه وکړه، د بیلگې په توگه کله چې کریستیان وولف له خپلې لومړۍ میرمنې څخه جلا شو، نو گروینه وولد له هغه سره خواخوږي درلوده او تر څنگ یې ولاړ وو: «په رستورانت کې د ډوډۍ خوړولو پر وخت، کله به وولف او کله به هم گروینه وولد پیسې ورکولې.»

خود نیدرزاکسن د څارنوالۍ له نظره د پخواني ولسشمر وولف پر ضد د اختلاس لگول شوي تورونه تر اوسه پورې په څرگنده توگه رد شوي نه دي. څارنوال کلیمنز آیمتر بایمر، چې په خپله دعوا کې یې تیره اوونۍ په دې هکله تفصیلي دریځ ونیو، وویل چې هغه به اوس د محکمې فیصله په غور وڅیړي او بیا به تصمیم ونیسي چې آیا د وولف پر ضد د مرافعې غوښتنه وکړي که نه.

د آلمان په تاریخ کې دا لومړی ځل وو چې یو ولسمشر د محکمې پر وړاندې ودرول شو. د آلمان د مسیحی دیموکرات د دغه سیاستوال د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې له نیوکو او توورنو سره مخامخ شو. کله چې د هغه پر ضد د تورونو فهرست اوږد شو، نو د نیدرزاکسن ایالت څارنوالۍ د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې له تعقیب او څارنې څخه د هغه وخت د ولسمشر وولف مصووینت د لغوه کولو له پاره غوښتنه وکړه. یوه ورځ وروسته وولف مجبور شو چې د ولسمشرۍ له مقم څخه استعفا وکړي.

د قضایي تحقیقانو په نتیجه کې څرگنده شوه چې د وولف پرضد ټول عنوان شوي تورونه بې اساسه ول. یوازینی تور چې هغه یې مجبوره کړ په محکمه کې ودریږي، د فلم تمویلونکي داوید گروینه وولد، له خوا د ۷۲۰ یورو د هوټل لگښت وو. خو د نیدرازاکسن محکمې پخواني ولسمشر ته له دغه لگول شوي تور څخه برائت ورکړ.