1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر کابل ته ورسید

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د پراختیايي چارو وزیر گېرد میولر، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۸مه) کابل ته ورسید. میولر د آلمان د حکومت لومړی جگپوړی چارواکی دی چې په کابل کې به له نوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني.

https://p.dw.com/p/1Dp11
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پراختيايي چارو وزیر گېرد میولر، په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی دی چې له دغه هیواد څخه د آلمان په شمول د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ په وروستیو اوونیو کې قرار لري. په اوسني وخت کې د ناټو تر مشرې لاندې د نړیوالو ځواکونو یوازې ۳۶۰۰۰ سرتيرې په افغانستان کې پاتې دي. افغانستان له سیاسي او امنیتي لحاظه په یو حساس پړاو کې قرار لري.

د آلمان د پراختیايي چارو وزیر د خپل سفر څخه لږ مخکې ویلي دي چې آلمان به وروسته له دې هم افغانستان یوازې پری نه ږدي: «ښکاره ده چې د راتلونکو کلونو له پاره زموږ مرستې مشروطي دي. په دی موضوع به زه له ولسمشر او د حکومت له نورو استازو سره وغږیږم.»

په کابل کې مشري له سختو اقتصادي او ټولنیزو ننگونو سره مخامخ ده. د روغتيا او ښوونې او روزنې په برخو کې د یو لړ پرمختگونو سره سره، د افغانستان د څه نا څه دیرش میلیونو وگړو ژوند ډير ناخوال دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د وگړو ژوند معمولا په اوسطه توگه تر ۶۰ کلونو پورې رسیږي.

د آلمان د پراختیايي چارو وزیر گېرد میولر، ویلي دي چې آلمان له افغانستان سره په کال کې تر ۴۳۰ میلیونو یورو پورې مرسته کوي: «د شرایطو له پوره کولو پرته دا مرستې دوام پیدا کولای نه شي، په خاصه توگه حکومت باید دغه شرطونه پوره کړي: د اختلاس پر ضد مبارزه، د بشري حقونو خوندي ساتل، د ښځینه او نارینه و تر منځ د مساوي حقوقو خوندي ساتل او په ټولنیزیو فعالیتونو کې د ښځو پراخه ونډه. په ټولو دغو مسایلو باندې له نوې حکومت سره خبرې کیږي.»

آلماني وزیر یادونه وکړه چې افغان لوري ته به دا هم روښانه کړای شي چې دغه مرستې به د وخت په تیریدو سره قدم په قدم کمې کړای شي. راتلونکې ته په کتو سره افغانستان باید یوه ورځ په خپلو پښو ودریږي: «دا هغه څه دي چې پرې خبرې کیږي. افغان حکومت باید خپله ونډه هم په دې برخه کی ولري. البته موږ به په ځینو نورو مسایلو په خاصه توگه د اقتصادي پانگه اچونې په برخه کې هم خبرې وکړو. افغانستان یو ستر او د طبیعي زیرمو له لحاظه یو شتمن هیواد دی. دغه زیرمې کیدای شي چې استخراج شي. خو د دې کار له پاره یو قانوني بنسټ او شرایطو ته اړتیا ده. دغه راز پرمختگ باید تر یوې کچې دوی خپله وکړي. په دایمي توگه دغه ډول مرستې موږ کولای نه شو.»

له افغان لوري سره د سیاسي خبرواترو تر څنگ به د آلمان د پراختيايي چارو وزیر د مسلکي زده کړو له یوې پروژې څخه هم لیدنه کتنه وکړي. د نارینه او ښځو له پاره مسلکي کاري مشغولتیا په افغانستان کې د آلمان د پراختيايي سیاست په زړه کې ځای لري. افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې ځای لري چې آلمان ور سره په پراختیایی چارو کې مرسته کوي.