1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پوځ اصلاحاتو ته یوه لنډه کتنه

سید ریاض (لیشتنبېرگ آرنه)۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبه

په آلمان کې عسکري خدمت له ۲۰۱۱ کال راهیسې جبري نه دی. په وروستیو وختونو کې آلمان په یو شمیر بهرنیو جنګي مأموریتونو کې هم ونډه اخیستې ده. خو سره له دې هم په دغه هیواد کې له پوځي خدمت سره لیوالتیا کمزورې شوې نه ده .

https://p.dw.com/p/17IpU
انځور: Reuters

آلمانیان لږ تر لږه د دوو کلونو له پاره پوځي ماموریت ته راځي، خو ډیر وخت هغوی د ۱۲ کلونو له پاره چې د پوځي خدمت له پاره اعظمي موده ده، په پوځ کې خدمت کوي. هغوی باید د خپل پوځي ماموریت په اوږده موده کې د دوو کلونو له پاره په یوه بهرني هیواد کې پوځي مأموریت تر سره کړي. آلماني سرتیري د خپل ټاکلي معاش تر څنگ د کریسمس پیسې او روغتیایي آسانتیاوې تر لاسه کوي. تر ټولو ښه خبره خو دا ده چې هغوی د اقتصادي رکود پر مهال هم یوه ډاډمنه دنده لري. د آلمان د پوځ د مؤقتي تړون دغو ځانگړتیاو اوس هم ډیر خلک د دې هیواد له پوځ سره یو ځای کیدو ته هڅوي.

د ۲۰۱۱ کال د جولایي تر میاشتې وروسته باید آلمان پوځ خپل ځان له نویو شرایطو سره عیار کړی وای. تر اوسه په اتوماتیک ډول هر کال له ۶۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو د آلمان په پوځ کې د شاملیدو له پاره غوښتنلیکونه ورکول. خو اوس باید آلماني پوځ د نویو کسانو د جذبولو له پاره د اخبارونو له لارې اعلانونه خپاره کړي، ښوونځیو ته ولاړ شي او دې ته ورته نور پروگرامونه پر لار واچوي.

د نوو کسانو د جذبولو په اړه پر ټولو بدبینانه وړاندوینو سربیره هم داسې ښکاري چې دغه طرحه کامیابه ده. ځکه چې په پوځ کې د شاملیدو له پاره په وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې کموالی نه دی راغلی.

د ۲۰۱۳ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې ۳۵۰۰ آلماني ځوانانو د دغه هیواد به پوځ کې د مؤقتي قراردادي سرتیرو په توګه پوځي خدمت پیل کړی دی. آلماني پوځ په روان کال کې ۱۶۱۵۰ تنو مؤقتي قراردادي سرتیرو ته اړتیا لري.

په نورو هیوادونو کې د عریضه کوونکو شمیر لوړ دی

د کیڼ اړخو له گوند څخه د آلمان د فدرالې شورا غړی هارالد کوخ، چې په افغانستان کې د آلماني پوځي ماموریت ردوي، دغه شمیر د پرمختگ وړ نه بولي. هغه وایي: «په اروپا کې د نورو هیوادونو د پوځونو احصایې ښیي چې په دغو هیوادونو کې د عریضه کوونکو شمیر لوړ دی.»

خو دا خبره باید له پامه و نه غوځول شي چې د قراردادي سرتیري له ډلې څخه ۳۰.۴ سلنه یې خپله دنده پریږدي. دا په دې معنی ده چې هغوی د دندې پر مهال له هغه وضعیت سره نه مخامخیږي چې ورته یې د تبلیغ پر مهال وعده شوې ده.

خو د آلمان پوځ د عریضه کوونکو له پاره قانع کوونکي دلایل لري. د آلمان د دفاع د وزارت د وینا له مخې د تضمین شوي معاش تر څنگ، په پوځ کې دنده د سرتیرو له پاره جذابه ده. د دې ترڅنگ د آلمان پوځ د سرتیرو د تقویې له پاره یوه اداره هم لري. مؤقتي یا قراردادي سرتیري کولای شي چې د خپل ماموریت پر وخت د خپل ټاکل شوي معاش تر څنګ فني او مسلکي زده کړې هم وکړي.

په دې ترتیب سره د آلمان د پوځ یو سرتیری، که د بیلگې په توگه دولس کاله خدمت وکړي، نو په دغه موده کې به د لسو کالونو له پاره په فعال ډول د سرتیرو په توګه خدمت وکړي او په پاتو دوو کولو کې به فني زده کړې وکړي.

د کیڼ اړخو د گوند د دفاعي چارو کارپوه هارالد کوخ، زیاتوي چې د دې ترڅنگ د آلمان پوځ د داسې جذابو زده کړو وړاندیز کوي، چې کومه بله اداره یې په دغه چوکاټ کې نه شي کولای. د بیلگې په توگه هغه کسان چې د بکلوریا بری لیک یې تر لاسه کړای وي، د پوځ په لگښت د خپل ماموریت پر وخت لوړې زده کړې کولای شي.

د سرتیرو ستونزې

د آلمان پوځ د یو شمیر نورو اصلاحات راوړلو په درشل کی ده چې غواړي اردو له دفاعي بڼې څخه عملیاتي بڼې ته واړوي.

په بهرنیو هیوادونو کې پوځي ماموریت په حقیقت کې پر سرتیرو باندې د یوه اضافي بار په توگه تمامیږي. هغه سرتیري چې د آلمان د پوځ د بهرنیو ماموریتونو پر مهال ژوبل شي، ډیر وخت نه شي کولای چې آلمان ته تر بیرته راستنیدو وروسته خپل پخواني عادي ژوند ته ادامه ورکړي. هرالد کوخ په دې اړه وایي: «د آلماني سرتیرو ترمنځ د د طلاقونو کچه کابو ۹۰ سلنه ده.»

یوه بله ستونزه چې د پام وړ ده، په آلمان کې په پرله پسې توگه د سرتیرو د ماموریت د ځای بدلیدل دي. اویا سلنه سرتیري له خپلو کورونو څخه لیرې په دندو بوخت دي او یوازې د اوونۍ په پای کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي. د آلمان پوځ پر دغه ستونزو پوهیږي او غواړي چې له دې سره مبارزه وکړي. د دفاع وزارت وایي چې هڅه کوي وضعه داسې برابره کړي چې د کورنیو له شرایطو سره همغږي ولري.

د آلمان پوځ په ترکیه کې د پاتریوت توغندیو په نصبونو کې ونډه اخلي.
د آلمان پوځ په ترکیه کې د پاتریوت توغندیو په نصبونو کې ونډه اخلي.انځور: dapd
د کیڼ اړخو د گوند د دفاعي چارو کارپوه هارالد کوخ
د کیڼ اړخو د گوند د دفاعي چارو کارپوه هارالد کوخانځور: Deutscher Bundestag/Lichtblick/Achim Melde