1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کار په بازار کې ډیر مهاجر جذب شوي

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

د آلمان د اقتصاد وزیر زیګمار ګابريل وایې چې د دغه هیواد د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې ډیر پرمختګ شوی دی. په ۲۰۱۶م کال کې ډېر مهاجر د آلماني تصدیو په روزنیزو پروګرامونو کې شامل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2WGZm
Deutschland Flüchtlinge Fortbildung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مشر او د دغه هیواد د اقتصاد وزیر زیګمار ګابريل، د دوشنبې په ورځ د آلماني رسنیو ډلې «فونکه میډین ګروپه» سره د خبرو په ترڅ کې د کار په بازار کې د مهاجرو د جذب موضوع ته په اشارې سره وویل: «ډېری هغه مهاجرين چې د مسلکي او کاري زده کړو په حال کې دي، د دې ښکارندویي کوي چې موږ پر ټولو ستونزو سربیره کولی شو د بریالیتوب داستانونه ولرو، په هغه صورت کې چې موږ لږ زحمت وباسو او په دې برخه کې یو څه وکړو.»

د سوسیال دیموکرات ګوند دغه مشر د اقتصاد وزارت د هغو پروګرامونو بریاليتوب ته اشاره وکړه چې له مخې یې په ۱۰ میاشتو کې ۳۴۴۱ مهاجر شرکتونو ته معرفي شوي دي. د دوی نیمایې یعنې ۱۷۸۷ تنو ته یې د مسلکي زده کړو یوه روزنیزه دوره ورکول شوی ده.

سربیره پر دې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې یو پروګرام پیل شو چې د دسمبر میاشتې تر پایه پورې لویو او کوچنیو شرکتونو او ۱۱۰۱۷ مهاجرو ته د کاري او حرفوي زده کړو د فرصتونو په هکله مشکورې ورکړې.

په دغو روزنیزو پروګرامونو کې چې د تمویل په برخه کې یې اقتصادي اتحادیې هم ونډه لري، د مهاجرو له پاره د کاري فرصتونو او مسلکي زده کړو په برخه کې د تصدیو ملاتړ کیږي او په دقیق ډول ورته مناسب متقاضیان لټول کیږي. د دې ترڅنګ د ژبې د زده کړې مسايل، د اقامې وضعیت او د مهاجرو د وړتیا په هکله ورته توضیحات ورکول کیږي.

تر ټولو دمخه هدف دا دی چې په یوه شرکت یا تصدۍ کې عملي زده کړو ته لاسرسۍ اسانه کړای شي. د آلمان د اقتصاد وزیر زیاته کړه: «موږ باید د هغو انسانانو له پاره چې په دایمي ډول به زموږ سره پاتې شي، د حرفوي زده کړو او کار زمینه مساعده کړو.»

هغه زیاته کړه چې دوی یوازې په دې صورت کې کولی شي ژبه زده کړي او د یوه مسلک د زده کړې وړتیا ترلاسه او په دې توګه په آلمان کې پر خپلو پښو ودریږي.

ګابریل همدارنګه ټینګار وکړ چې په عین وخت کې د هیواد اقتصاد، متخصص او روزل شوي ځواک ته ډير ضرورت لري. هغه په ځانګړي توګه د متوسطو شرکتونو او تصدیو ستاینه وکړه چې د مهاجرو د جذب په برخه کې یې ډیره اغیزمنه ونډه اخیستې ده.