د آلمان د کورنيو چارو وزير د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر کړی
۱۳۸۹ فروردین ۸, یکشنبهد آلمان د فدرالي جمهوريت د کورنيو چارو وزير، Thomas de Maizière
نن کابل ته د يو رسمي سفر په موخه ورسيد. له افغان چارواکو سره د هغه د خبرو اترو مهمه اجنداء د افغانستان د پوليسو روزل دي، هغه يو ماموريت چي تر زياتي کچي د آلمان د هيواد په غاړه دي.
له Thomas de Maizière سره په دي سفر کي د آلمان د هسن د ايالت د کورنيو چارو وزير، Volker Boufier او همدا راز د هامبورګ د کورنيو چارو سناتورChrirstoph Ahlaus چي د ايالتي کورني چارو وزير حيثيت لري، په دي سفر يک ملګري دي.
دا لومړي ځل دي چي د آلمان د فدرال د کورنيو چارو يو وزير افغاسنتان ته سفر کوي.
په اوسني وخت کي آلمان 190 پوليسي روزنکي لري. د افغانستان په وړاندي د آلمان د نوي ستراتيژيد يوي برخي په توګه، د دغو روزنکو شمير به تر 260 تنو لوړ کړاي شي. دغه نوي روزنکي به د افغانستان د پوليسي ځواک لپاره د آلمان او همدا راز د اروپا د اتحاديي د ماموريتونو په چوکاټ کي په خدمت وګمارل شي.
د دغي ستراتيژي هدف دا دي چي ورو ورو افغانستان له امنيتي لحاظه په خپلو پښو ودريږي او له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره کړاي شي.
تر 2014 کال پوري د پلان له مخي، بايد د افغانستان د پوليسي ځواک شمير 134 زرو ته ورسيږي. اوس د هغو شمير د 96 زرو تر 98 زرو پوري رسييږي. خو ويل شوي دي چي ټول ثبت شوي پوليسي افراد په خدمت کي نه دي، د افغاسنتان د کورنيو چارو وزارت په دي برخه ګي يو پلټنه پيل کړي تر څو معلومه کړاي چي واقعا څه شمير پوليس په خدمت کي دي. وخت په وخت د افغانستان له امنيتی ځواکونو څخه د تيښتو رپوټونه ورکول کيږي.
د نشه يي توکو استعمال، بيسوادي او اختلاس او اداري فساد د افغانستان د پوليسي ځواک نوري ستونزي دي. د آلمان د کورنيو چارو د وزير، ديميزير په دي سفر کي په دغو ټولو ستونزو باندي خبري کيږي.
د آلماني خبري آژانس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: ضياء الحق فضلي