1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د مهاجرو د ادغام شخړیز پلانونه

۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

آیا کډوال به په ټولنه کې مدغم کیدو ته مجبوره کړل شي؟ د کډوالو د مدغم کیدو له پاره د آلمان د کورنیو چارو وزیر پلانونه په یوه شخړیزه موضوع اوښتې دي. تر اوسه پوري لږ تر لږه ایتلاف په خپل دریځ کلک ولاړ دی.

https://p.dw.com/p/1ILGl
په بايرين کي يو ښوونځی
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

د آلمان سوسیال دیموکرات گوند(SPD) د اونۍ په پای کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر له خوا د کډوالو د ادغام په برخه کې وړاندیز شوو مقرراتو ته مثبت سگنال ورکړ. د سوسیال دیموکرات گوند مشر زیگمار گابریل د «بلډ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «موږ باید یوازې د مدغم کیدو غوښتنه ونه کړو، بلکې عملي یې کړو.» هغه زیاته کړه چې بالاخره باید په کافي اندازه د آلماني ژبې او په ټولنه کې د مدغم کیدو کورسونه مهاجرو ته ورکړل شي.

گابریل وویل چې په دې هکله باید ډاډ ترلاسه شي چې: «ټول مهاجر لویو ښارونو ته را نه وړل شي.» تر هغه وخته پورې چې دوی کار پیدا کوي، بیا نو طبیعي ده چې دوی کولای شي په خپله خوښه خپل د استوگنې ځای وټاکي.

د SPD گوند مرستیال رالف شټیگنر، د «ریداکسیون نتس ورک دویچلند» رسنۍ ته وویل چې د مهاجرو د ټولنیز ادغام په برخه کې د دوی له پاره د یوه ټاکل شوي مناسب ځای انتخابول مهم دی، په کومه ټولنه کې چې دوی په ښه توگه مدغم کیدلای شي. لویو ښارونو ته د مهاجرو انتقالول پر دغو ښارو بوج زیاتوي او دا کار له هیچا سره مرسته نه کوي.

د مهاجرو د ادغام په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې کمیساره ایدان اوسوگوڅ، د دغو پلانونو ملاتړ کوي. هغې وویل چې د یوې ټاکل شوي مودي له پاره یعنې تر دوو کلونو پوري به گټور وي، څو پر لویو ښارونو فشار زیات نه شي. د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوالې «دویچه فونک» رسنۍ ته وویل: «مهمه خبره به دا وي چې په رسمیت پيژندل شوي مهاجر ډیر ژر د کار په بازار کې مدغم کړای شي او هغه ته امکانات په اختیار کې ورکړل شي.»

تل باید سخت بندیزونه اعلان نه شي

د اپوزیسیون له خوا د کورنیو چارو وزیر پر پلانونو سختې نیوکې وشوې. د زرغون گوند له فراکسیون څخه انتون هوفرایټر، د «پساور نوین پریسه» ورځپاڼي ته وویل: «مخکې تر دې چې د کورنیو چارو وزیر د لا سختو بندیزونو اعلان وکړي، اول باید په ټولنه کې د ادغام په شرایطو کې بهتروالې رامنځته کړي.» د هغې له جملې څخه په کافي اندازه د ژبې کورسونه باید موجود وي. دیمیزیر باید په دې اړه فکر وکړي چې د مهاجرو په برخه کې د آلمان فدرالي اداره باید د مهاجرو دوسیو ته د رسیدگۍ پروسه چټکه کړي.

د المان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د آلمان ARD تلویزونې شبکې ته وویل چې حد اکثر تر می میاشتې پورې به د مهاجرو د ادغام په برخه کې د یوه قانون مسوده وړاندي کړي چې له مخې به یې هغو مهاجرو ته په آلمان کې د دایمې اقامې اجازه یا دایمې ویزه نه روکول کیږي، چې د آلماني ژبې کورسونه نه تعقیبوي او نه هم کار کولو ته حاضر وي. په دې قانون کې باید د مهاجرو له پاره د اوسیدو د ځای شرایط هم په پام کې نیول شوي وي.