1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کورنیو چارو وزیر پر څرګندونو د مدافع وکیلانو غوصه

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۱۲, شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د دغه هیواد په پارلمان کې د یوې وینا په ترڅ کې د مدافع وکیلان په دې تورن کړل چې مهاجرو ته د مشورو ورکولو څخه یې « یو تجارتي موډل» جوړ کړی دي.

https://p.dw.com/p/1JHqj
Deutschland Innenminister Thomas de Maizière
انځور: Getty Images/T. Lohnes

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د دغه هیواد په پارلمان کې د یوې وینا په ترڅ کې د مدافع وکیلان په دې تورن کړل چې مهاجرو ته د مشورو ورکولو څخه یې « یو تجارتي موډل» جوړ کړی دی.

د آلمان د مدافع وکیلانو اتحادیې او د آلمان د حقوقي چارو دفتر، اوس د یوه ګډ لیک په خپرولو سره، د کورنیو چارو وزیر د دغه تور په باب چې ګواګې دوي مهاجرو سره اقتصادي معاملی کوي، اعتراض کړی دی. دوي ټینګار کړی چې مهاجرو ته د مدافع وکیلانو مشورې او له هغوی څخه استاځیتوب، په آلمان کې د حقوقي ضمانتونه څخه دي.

«ستر تور»

د آلمان د مدافع وکیلانو اتحادیې رئیس اولریش شنِلِنبرگ،په دې باب وویل چې دا د وکالت پر مسلک واقعاً یو ډیر ستر تور دی، چې لګول کیږي. په داسې حال کې چې هغه مهاجر چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي، حق لري چې له حقوقي لارو خپلې د اقامې دعواوي وکړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر دغه خبره د آلمان په پارلمان کې هغه وخت د خپلې وینا پر مهال وکړه چې د مهاجرو له اوسني وضعیت او د هغو د ديپورتولو څخه یې یادونه وکړه. هغه وویل چې دی دا مسئله درک کوي چې مهاجر د بدې اقتصادي راتلونکې له مخې، غواړي چې له دیپورتولو څخه یې مخنیوي وشي.

«تجارتي موډل»

هغه دغه راز ټینګار کړی وو: « زه ټول د مدافع وکیلان نشم درک کولی چې له دې بابته دې یو تجارتي موډل رامنځ کړي».

دیمیزیر تر دې مخکې داکترانو باندې تور لګولی وو چې مهاجرو ته د خپلې خوښې تصدیق پاڼې صادروي تر څو یې له ديپورتیدو مخنیوی شوی وي.