د آلمان سمندري عسکرو نژدې ۱۰۰۰ مهاجر ژغورلي
۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبهد آلمان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د جولای ۱۳مه) په برلين کي وويل چي سمندري ځواک يې ۹۱۹ مهاجر په مديترانه کي له ډوبېدو ژغورلي دي. د ياد وزارت په وينا دغه مهاجر د چهارشنبې په ورځ په داسي حال کي له اوبو وژغورل سول چي کښتۍ يې له اضطراري حالت سره مخاخ سوه.
د وزارت په وينا د ژغورني دغه عمل د «راين» په نوم هغي آلماني پوځي کښتۍ کړی چي په مديترانه کي د «سوفيا» په نوم اروپايي ماموريت غړيتوب لري.
زياته سوې چي ژغورل سوي مهاجر د اېټاليا په سويلي ساحل کي چارواکو ته سپارل سوي دي. د «سوفیا» ماموريت له پېل راهيسي په دې توګه د آلمان سمندري ځواک تر ۲۱۲۰۰ زيات مهاجر له اوبو ژغورلي دي.
په ايټاليا کي دمګړی د زیاتو مهاجرو د ورتګ له کبله وضعه کړکېچنه ده. هره ورځ دغه هيواد ته په زرنو نوي مهاجر د مديترانې له لاري رسيږي.
ايټاليا او د اروپايي اتحاديې نور غړي هيوادونه د نورو تر څنګ پر ځينو خصوصي مرستندويه سازمانونو هم نيوکي کوي چي له مهاجرو سره کومک کوي. پر دغو سازمانونو تور دی چي په خپلو مرستو د هغو قاچاق وړونکو د کار د آسانېدو سبب ګرځي چي له ليبيا څخه د مديترانې له لاري اروپا ته په زړو کښتيو کي مهاجر انتقالوي.
زموږ له آرشيف څخه (28.05.2017):