1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان سوسيال دموکرات گوند د ماشومانو د روزنې لپاره څلور ميليارده غواړی

۱۳۸۵ اسفند ۷, دوشنبه

د دې لپاره چې په آلمان کې د وړو ماشومانو لا ښه پالنه او روزنه وشي، د آلمان سوسيال دموکرات گوند SPD غواړی د بودیجې څخه څلور ميليارده ايرو دغې برخی ته ورکړل شی.

https://p.dw.com/p/DKJk
انځور: AP

د دغه گوند مشرانو ویلي دي، زموږ هدف دا دی چې تر کال دوزه دوه پوری د هر يوه کوچني ماشوم لپاره په وړکتون کې ځای او آسانتياوې برابری شی. دا به د کورنيو د وزيرې اورسوله فان در لاين Ursula von der Leyen پلان سره چې غواړی د وړکتونونو شمېره دری وارې زياته کړی، مرستندوی وی.
د آلمان صدراعظمی مېرمن انگيلا مېرکلAngela Merkel وويل، بايد د مالي مسايلو په سر لانجه رانشی.