1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپينه ماڼۍ کي اوږدې خبري

۱۳۹۳ بهمن ۲۰, دوشنبه

د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو اترو له پاره واشنگټن ته رسیدلې ده. اټکل کیږي چې د اوکراین کړکېچ موضوع به په بحثونو کې لومړيتوب ولري.

https://p.dw.com/p/1EY9Q
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراین په کړکیچ کې ټول پام او هیلي په مېنسک کې د چهارشنبې ورځي غونډي ته دی. د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر په دغو خبرو کې برخه نه لري، خو هغه باید پر خپلو «مهمو شریکانو» باندي باور وکړي.

د اوکراین د ختیځ له پاره د سولي نوښت چې د آلمان د صدراعظمي انگلا مېرکل او د فرانسې د جمهور رئيس فرانسوا اولاند له خوا شوی دی، برخلیک يې نامعلوم دی. د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د چهارشنبې د ورځې له پاره د پلان شوي غونډي ډیر هرکلی شوی دی.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دغه کړکیچ څخه د راوتلو له پاره خپلو شرایطو ته اشاره کوي. هغه په څو مرکو کې ویلي دي چې په مينسک کې د غونډي له پاره شرط د هغو «ټکو» پر سر توافق دی چې په نزدې وختونو کې پرې «ژور» بحثونه شوي دي.

خو د اوکراین ولسمشر پېترو پوروښینکو ویلي دي چې دی اوس «بې له قید او شرطه د یوه سمدلاسه اوربند» د نور څه تمه نه لري.

په وسلو سمبالول انتخاب نه دی

د آلمان صدراعظمه انگلا ميرکل غواړي چې د خبرو اترو د ستراتیژۍ جزئیات د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره شریک کړي. بارک اوباما اوکراین ته د احتمالي وسلو د لیږد تود بحث، له دې کبله درولی دی چې لومړی غواړي په هکله یې له انگلا ميرکل سره خبري وکړي. د بارک اوباما د امنیتي چارو سلاکار ویلي ول، چې د اوکراین په کړکیچ کې انگلا میرکل د امریکا مهمه شریکه ده.

ميرکل، امريکا ته تر سفر کولو د مخه، اوکراین ته د وسلو د ورکولو په هکله خبرداری ورکړی وو. د تیري شنبې په ورځ د مونشن په امنیتي کنفرانس کې هغې وويل: «له پوځي اړه دغه څه نه شي گټل کیدای، دا یو تریخ حقیقت دی.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په ښکاره وویل: «زه په ښکاره توگه نه یوازي دا خطرناک گڼم، بلکي غیر رغوونکی اقدام یې گڼم.» هغه زياته کړه: «ما تیر کال هم په دې ځای کې ویلي ول چې دا د مسکو دنده چې په دې برخه کې گډي گټي تعریف کړي، خو تر اوسه پوري موږ عملا هیڅ لیدلي نه دي، د ښاغلی لاوروف وینا چې پرون يې وکړه، هم کومه گټه نه ده کړي.»

د مونشن په امنيتي کنفرانس کې د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال جوبایدن د اوکراین کړکیچ په اړه له اروپايي متحدینو سره د پیوستون غږ وکړ: «موږ هم په دې باور یو چې د اوکراین لانجه له پوځي لاري نه حليږي. خو په عین وخت کې باید په ښکاره توگه ووایم چې روسیه حق نه لري چې هر څه چې یې زړه غواړي وکړي. موږ باید بې له شک د سولې له پاره هڅه وکړو، خو دا هم باید ووایو چې د اوکراین خلک حق لري چې له خپل ځانه دفاع وکړي.»

په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ به په برلین کې د روسیې، اوکراین، آلمان او فرانسې لوړ دیپلوماتان په مينسک کې د آلمان، فرانسې، روسیې او اوکراین د حکومتونو او دولتونو د مشرانو د غونډي له پاره چمتووالی ونیسي.

دیپلوماتانو به په غونډه کې پنځه میاشتي دمخه په مينسک کې د اوربند پر سر توافق، چې تر اوسه یې عملي بڼه نه ده خپله کړې له سره غور وکړي. خو د دغې غونډي جزئیات به په ډاگه نه شي.