1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له یوه ژوبڼ څخه وړوکې بیزوګانې غلا شوې دي

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

د آلمان د دورتموند له ژوبڼ څخه ډیره غجیبه غلا شوې. قیمتي توکې او پیسې پر خپل ځای دي خو درې بیزوګانې تري تم شوې دي. ښايي د دغو بیزوګانو وړل د غلو له پاره ستونزمن نه وو ځکه هغوی ډیرې وړې دي.

https://p.dw.com/p/1GEuB
انځور: picture-alliance/dpa

دا ښايي د نړۍ د ډیرو عجیبو غلاو په ډله کې وي ځکه غله د آلمان یوه ژوبڼ ته ننوتي او د دې پر ځای چې پیسې او قیمتي توکې غلا کړي، له دې ځایه یې بیزو ګانې غلا کړي دي. هغوی ځکه په دې کار توانیدلي دي چې د غلا شویو بیزو ګانو نسل داسې ده چې هغوی ډیرې وړې وي.

دغه درې بیزو ګاني چې له ۱۵ سانتي مترو څخه وړوکې دي، د آلمان د دورتموند ښار له ژوبڼ څخه د دوشنبې په ورځ غلا شوي دي. چارواکو دا موضوع د چهارشنبې په ورځ تایید کړې ده.

د دورتموند ښار ویاندې انکې ویدو، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «وړوکې بیزوګانې زموږ له پاره د هغوی ژوو په ډله کې دي چې بیدیل پیدا کول یې ډیر ستونزمن کار دی.»

دغه درې بیزو ګاني له ۱۵ سانتي مترو څخه وړوکې دي.
دغه درې بیزو ګاني له ۱۵ سانتي مترو څخه وړوکې دي.انځور: picture-alliance/blickwinkel

دغه ډوله بیزو ګانې په سویلې امریکایي هیوادونو کې موندل کیږي. د دوتموند له ژوبڼ څخه لا درکه شوې دوه بیزوګانې په یوه ځای کې ساتل کیدې ترڅو پچیان وکړي. تر دې پیښې وروسته د دغه ښار ژوبڼ د څار ۲۴ ساعته سیستم نصب کړی دی ترڅو غله نور ژوې یو نه سي.

په وروستیو وختونو کې د اروپا له ژوبڼونو څخه دغه ډول وړوکې بیزوګانې غلا کیږي. د سه شنبې په ورځ د مقدونیې له ژوبڼ څخه هم یو ډول وړوکې بیزو غلا شوې وه.

غلا یوې ۲۶ کلنې ښې کړې وه ترڅو بیزو خپل اووه کلن زوی ته چې پر غوګونو کوڼ وو، ډالی کړي. خو پولیسو هغه وموندله او ورباندې یې د غلا تور ولګاوه. همداراز د مې په میاشت کې د فرانسې له یوه ژوبڼ څخه هم څو بیزو ګانې غلا شوې وې.