1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لومړۍ وزيرې په سويس کې اقتصادي غونډه پرانستله

۱۳۸۵ بهمن ۵, پنجشنبه

د آلمان لومړۍ وزيره په دافوس کې ده او هلته يې درې دندې په يو وخت ورپه غاړه دي او ځکه نو مېرمن مېرکل په دې اقتصادي کنفرانس کې وځلېدله. هغه په عين وخت کې نه يوازې د آلمان لومړۍ وزيره ده بلکې د اروپايي اتحاديې د شورا مشري او د اتو واړو صنعتي هېوادونو جي 8 د ډلې مشري هم په غاړه لري.

https://p.dw.com/p/DKK5
مېرکل د دافوس غونډې ته د وينا پر مهال
مېرکل د دافوس غونډې ته د وينا پر مهالانځور: AP
د نړۍ د سياست او اقتصاد لوړپوړو استازو ته د وينا پر مهال يې د نړيوال کېدنې يا گلوبليزيشن له بهير څخه ننگه وکړه خو د دولتونو د خودغرضۍ څخه يې اخطار ورکړ.
اقتصادي پرمختگ د سالمو شرايطونو له مخې او د سالم رقابت په چوکاټ کې د جي 8 د مشرۍ په نيولو سره د هغې شعار دی. انگلا مېرکل په دې نظر هم ده چې اقتصادي وده او د چاپيريال ساتنه هم په تضاد کې سره نه راځي. د فرانسې »له فيگارو« ورځپاڼه کاږي چې مېرکل د دافوس د غونډې د ستوري په توگه وځلېده.