1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لوی درستيز افغانستان ته تللی

۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبه

د جرمني لوی درستيز فولکر ويکر په يو ناځاپي سفر افغانستان ته تللی او هلته پر خپلو عسکرو سربيره د افغان چارواکو سره هم کتلي دي.

https://p.dw.com/p/PTYj
د جرمني لوی درستيز فولکر ويکر
د جرمني لوی درستيز فولکر ويکرانځور: picture alliance / dpa

نوموړي په لومړي سر کي کندوز ته تللی، هلته يې د خپلو عسکرو څخه ليدنه کړې او وروسته د افغان چارواکو سره د خبرو د پاره کابل ته تللی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په خبره، د آلمان د وسله والو ځواکونو لوی درستيز له کندز وروسته کابل ته تللی او هلته يې پر خپل افغان سيال سربيره د يو شمير افغان لوړ پوړو مقاماتو سره هم ليده کاته وکړل.

د ملي دفاع وزارت د رسنيو د څانګي لخوا دويچه ويله ته په ليږل سوې خبر پاڼه کي راغلي چي سترجنرال وايکر د خپل افغان همغاړي ستر جنرال شيرمحمد کريمي سره د ليدو پر مهال د افغان پوځ سره د آلمان د مرستو پر دوام ټينګاروکړی.

د شير محمد کريمي د وينا له مخه افغان دولت د وسله والو ځواکونو سره په خاصه توګه له افغان ملي پوځ سره د آلمان له مرستو ممندوی دی.

آلمان د افغان ملي پوليسو او ملي پوځ په روزولو کي مهمه ونډه لري.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته آلمان د ناټو د هغو غړو هيوادونو له ډلي څخه دی چي د افغان ملي پوليسو او پوځ په روزلو او تجهيز کي يې اغيزمن رول لوبولی دی.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوي درستيز جنرال شيرمحمد کريمي د خپل آلماني سيال څخه د خپلو ځواکونو د مسلکي روزلو او تجهيز د چټکولو غوښتنه وکړه.

افغان دولت تر نړيوال فشارلاندي دی چي بايد سرتيري يې د ملک امنيتي مسوليتونو په خپله غاړه واخلي. خو کارپوهان وايي چي جوګه يې نه دي.

ولسمشر کرزي تيره ورځ د وسله والو ځواکونو يو شمير افسرانو ته د مډالونو د ډالۍ پر مهال پر هغو ږغ وکړی چي بايد هر څومره ژر چي امکان يې وي د خپلي خاوري او پولو د ساتلو دپاره ځانونه چمتو کړي.

کرزي ويلي وه چي پر بهرنيو ځواکونو اعتبار نه سته او ښايې د نويمي لسيزي په څېر ناڅاپه له افغانستان څخه ووزي.

افغانستان ته د آلمان د لوي درستير سفر هم د کرزي له دغو ويناوو سره جوخت تر سره سو.

ستر جنرال وايکر خپل افغان سيال ته ډاډ ورکړی چې هيواد به يې هڅه وکړي چي تر خپله وسه له افغان ملي پوځ او ملي اردو سره مرسته وکړي.

آلمان د ناټو د هغو مقتدرو غړو هيوادونو څخه شميرل کيږي چي په افغانستان کي د سرتيرو د شمير له پلوه څلورم ځاي لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل