1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګاوک په ټولنه کې د کډوالو د ژر ادغام غوښتنه وکړه

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک، په آلمان کې د بهرنیانو د ادغام موضوع په هکله یوه وینا کې په ټولنه کې د مهاجرو د ورگډیدو په برخه کې د هڅو او کوښښونو پر لا زیاتیدو ټینگار وکړ.

https://p.dw.com/p/1IRJf
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک، آلمان ته د مهاجرو له رسیدو سره سم، په ټولنه کې د دوی د ادغام په برخه کې د اغیزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه.

گاوک به خپله وینا کې وویل: «هغه انسانان چې شاید هم دلته پاتې شي، باید آلماني ژبه زده کړي، تر څو کار وکولی شی. هغه څوک چې یوازې د لږ وخت له پاره له موږ سره دي، باید په ورځني ژوند کې شامل شي. هر څومره ژر چې دې موضوع ته رسیدگي وشي، دا زموږ د ټولو په گټه ده.»

د آلمان ولسمشر دغه خبرې د «بیلوه» په ماڼۍ کې د کډوالو پر موضوع جوړې شوې یوې تخصصي غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، ټول هغه کسان چې په آلمان کې د پاتې کیدو چانس لري، باید په ټولنه کې د ورگډیدو په برخه کې زموږ ملتیا وکړي: «فرق نه کوي چې موږ د مهاجرت د محدودیت غوښتونکي اوسو او که نه.»

د گاوک په خبره، هغه کسان چې په آلمان کې د ډیر وخت له پاره د پاتې کیدو اجازه نه لري او ژر یا په ځنډ سره باید له آلمان څخه ووځي، هغوې هم توجه او رسیدگۍ ته ضرورت لري.

د آلمان ولسمشر وویل چې په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام موضوع ډیر لگښت لري او ډیره انرژۍ باید پرې مصرف شي. هغه زیاته کړه: «خو زه ډاډه یم چې دغه لگښتونه، زموږ د هیواد د راتلونکې له پاره یوه ښه پانگونه ده.»

گاوک دې ټکې ته هم اشاره وکړه چې دولت په یوازیتوب سره نه شي کولی چې ټول زحمتونه په غاړه واخلي، له همدې امله د ځایې آلمانانو، هغه کسانو چې د مهاجرت ریښې لري او نویو راغلو کډوالو همکارۍ ته اړتیا ده. ټول باید په دې برخه کې خپل کوښښونه ونه سپموي.

د آلمان ولسمشر زیاته کړه چې هغه پیښې او حوادث چې په یوه مهاجر منونکي ټولنه کې رامنځته کیږي، دا پخپله د ادغام یوه برخه ده: «مهاجرت، که هغه دواطلبانه وي او که اجباري، د ترنگلتیا د پيدا کیدو سبب گرځي.»

نومړي زیاته کړه چې خلک له دې بیریږي چې هر هغه څه چې د دوی خوښیږي هغه به له لاسه ورکړي. تازه راغلي مهاجر په آلمان کې ځان پردي احساسوي، او د خپل ژوند د طرز او طریقې له لاسه ورکولو ویره لري. برعکس د آلمان ځایې اوسیدونکي یا په خټه آلمانان ویره لري؛ هغه چاپیریال سره چې دوی بلد دي تغییر ونه کړي.

گاوک ټینگار وکړ چې دا ډول د شک او زړه نا زړه توب حالت کې باید چپ پاتې نه شو، بلکې د سولې او آرامۍ په فضاء کې په دې اړه باید بحث او خبرې اترې وکړو: «منازعات د ادغام د ماتې نښه نه ده، بلکې په بشپړ ډول د دې برعکس.»

د آلمان د ولسمشر په اند د نظر اختلاف په هغه ځای کې پای ته رسیږي، کله چې له تاوتریخوالي څخه کار واخیستل شي او قانون تر پښو لاندی شي: «ټول باید د قوانینو درناوۍ وکړي، فرق نه کوي چې یو څوک د کوم ځای دی او د څومره وخت له پاره موږ سره پاتی کیږي. د هغو کلتوري ځانکړتیاو له پاره چې زموږ د قوانینو سره په ټکر کې وي، استثنا نه شو قایلیدای.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب