1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يو سرتیری د احتمالي ترهګریز برید په شک نیول شوی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

یو آلمانی سرتیري چې ځان یې په ناسمه توګه د سوریې د یوه پناه غوښتونکي په توګه ثبت کړی وو، د یوه ترهګريز برید د پلان لرلو په تور نیول شوی دی. چارواکي وایي چې دغه دویم بریدمن «له پردو د ویري» تر تاثیر لاندي راغلی وو.

https://p.dw.com/p/2c11E
Deutschland Ermittlungen wegen sexuellen Übergriffen bei Gebirgsjägern
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت کې ویلي دي چې یو آلمانی سرتیری چې ورباندي د ترهګریز برید د پلان لرلو شک کیږي نیول شوی دی.

دغه ۲۸ کلن سرتیری، چې نوم یې د شخصي معلوماتو د نه بربنډیدو قوانینو له مخې نه دی افشا شوی، په هامبورګ کې د تمریناتو پرمهال د آلمان د پوځ په یوه اډه کې نیول شدی دی. پولیسو همداراز په آلمان، اتریش او فرانسه کې۱۶موقعیتونه لټولي او د پیښې په تړاو يې یو څه شواهد ترلاسه کړي دي.

څیړونکي وایي چې نیول شوی دویم بریدمند «له پریدیو څخه د ویرې شالید» تر اغیزې لاندي راغلی وو او د یوه برید پلان یې کړی وو. کډوال او پناه غوښتونکي د هغه د دغه برید هدف ول.

څارنوالانو ویلي دي چې دغه کس په جنوري میاشت کې د ویانا د هوایي ډګر په یوه تشناب کې یوه ډکه وسله پټه کړې وه. کله چې هغه په فبروري میاشت کې بیرته ویانا ته ولاړ څو خپله وسله یو ځل بیا ترلاسه کړي، نو د یوې لنډې مودې له پاره د اتریش پولیسو نیولی هم وو.

پولیسو بیا له دې کبله چې کافي شواهد یې په لاس کې نه لرل، دغه کس بیرته آزاد کړ. خو د دغه شکمن کس د ګوتو نښان ښيي چې هغه د ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې په یوه جعلي نوم په آلمان کې ځان د سوریې د یوه ګډوال په توګه ثبت کړی وو. د ۲۰۱۶م کال په پیل کې بیا هغه په آلمان کې په همدې جعلي نوم د پناه غوښتنه وکړه. هغه ته بیا وروسته د پناه غوښتنلیک له مخې په آلمان کې د اقامت امکانات او آن یو اندازه پیسې ورکړل شوي وې.

داسې ښکاري چې دغه کس پر دې سربیره چې په فرانسوي پوهیدی او عربي خبرې یې نه شوي کولای، ځان ته هیڅ د چارواکو پام نه دی اړولی.

په دې موده کې دغه کس د فرانسې په ایلکریچ کې اوسېد، چیري چې د آلماني او فرانسوي ځواکونو یو ګد غونډ پروت دی.

څارنوالان په دې باور دي چې دغه کس غوښتل د ويانا په هوايي ډګر کې خپله وسله د «جدي جنایي عمل» په موخه وکاروي. دغه وسله په غیر قانوني توګه رانیول شوې وه، او د آلمان د پوځ نه وه.

پولیسو همداراز د نیول شوي بریدمن د زیږیدو له ښاره چې اوفینباخ نومیږي، یو بل ۲۴ کلن کس هم نیولی دی. چارواکي وايي د دغه نيول شوي کس چې یو ښي اړخه افراطي دی په کور کې داسې توکي هم موندل شوي دي چې د آلمان د قوانینو له مخې ورباندې بندیز لګول شوی دی.

څیړونکي لا تر اوسه پورې د دغو کسانو د کړو وړو پر لامل په یقیني توګه نه پوهیږي، خو دا امکان چې هغوی غوښتل یو برید ترسره کړي او بیا یې پړه پر کډوالو باندې واچوي، نه ردوي.

د آلمان د پوځ د استخباراتو ضد اداره همدا اوس په پوځ کې د ښي اړخي افراطیت ۲۷۵ پیښې څیړي. پر دې سربیره په پوځ کې د افراطي اسلامپالني او کین اړخه افراطیت په لسونو پیښې هم تر څیړنې لاندي دي.

زموږ له ارشيف څخه: