1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د ایرو د ژغورنې پلان تصویب کړ

۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبه

پرته له کیڼ اړخي ګوند څخه د آلمان د پارلمان نورو ټولو سیاسي ګوندونو د ایرو د ژغورنې د پلان د پراخیدو سره موافقه وکړه. د آلمان صدارعظمه له دې هوکرې سره اوس په بروکسل کې له خپلو نورو اروپایي ملګرو سره بحث او خبری کوي.

https://p.dw.com/p/12ziH
د آلمان پارلمان د یورو د ژوغورني د پلان څخه ملاتړ وکړ
د آلمان پارلمان د یورو د ژوغورني د پلان څخه ملاتړ وکړانځور: dapd

د ایرو د ژغورنی لپاره د اروپا له سر مشرایزی څخه مخکی د آلمان صدراعظمی، انګیلا میرکل، د خپل د هیواد پارلمان یا بوندستګ څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اروپا د اتحادیي د هیڅ غړي هیواد مشر مجبوره نه دی چې د سر مشریزی څخه مخکې د ایرو د ژغورنې د چتر چی د خپل مخفف EFSF په نامه یی شهرت پیدا کړی سلا مشوره وکړی، خو د آلمان صدارعظمې وغوښتل چی له یو پیاوړی دریځ سره په دې سره په سر مشرایزه کې ونده ولري.

میرمن مرکل د بوندستګ په ټولو غړو غږ وکړ چی آلمان باید د ایرو د ژغورنې مسوولیت پر غاړه واخلی. هغی وویل: «له دوهمی نړیوالې جګړې څخه وروسته اروپا له یوې سترې آزموینې سره مخامخ ده. د ایرو ماته د اروپا د ماتې معنی لري.»

د آلمان صدراعظمې وویل دا چې اوس اروپا کې امن شته او جګړه نه شته، دا د تیرو لسیزو زیار دی، که چیری اروپایان غواړي چې راتلونکي لسیزې او پیړۍ له دې امن څخه برخه من پاتي شي، باید د خپلی ګډ پیسې د ژغورنې لپاره په ګډه عمل وکړي.

د ایرو د حوزې مالي کړکیچ هغه وخت بد ورګی شو چې د دغی حوزې ځینې هیوادونه لکه یونان له افلاس سره مخامخ شول. نه یواځې یونان بلکه ایرلند، هسپانیه او ایتالیا هم د مالي کړکیج په حال کې دي. د دغه مالي کړکیچ د پراخیدو سره دا ویره پیدا شوه چې ښایې د ایرو ګډ پولي سیستم بیرته ړنګ شي.

د آلمان صدراعظمې د خپل هیواد پارلمان ته وویل چی له دغو هیوادونو سره د آلمان او د اروپا د اتحادیې مرسته اړینه ده. د هغې په حواله پرتله له دې مرستو څخه د «ایرو ګډه بیړۍ» د ډوبیدو په حال کې ده. میرکل زیاته کړه چې یاد شویو هیوادونو کې له کلونو را په دې خوا په لاس نیول شوي اصلاحات له ستونزو سره مخامخ دي:

«د اصلاحاتو له دغو ستونزو سره باید اوس مونږ لاس او پنجه نرمه کړو. دا به رښتیا خبره نه وي چې سړی ادعا وکړي چې دغه ستونزه په یوه شپه یا ورځ کی حل کیږي. خو بیا هم ښه خبرونه زمونږ غوږو ته رسیږي. په خاصه توګه آیرلند د ستونزو د حل لپاره په سمه لاره روان دی. پرتګال هوډ کړی چې خپل لاس لاندې نیول شوی پروګرام هر مرو د عمل په ډګر کی پلی کړي. د یونان حکومت په وروستیو میاشتو کی په اړینو اصلاحاتو پیل وکړ.»

د آلمان د صدراعظمې له غوښتنې سره سم، بوندستګ د ایرو د ژغورنی لپاره د آلمان وړاندې شوی پلان له یو ستر اکثریت سره تصویب کړ. له دغه پلان سره میرکل په بروکسل کې د اروپا اتحادیې په سرمشرایزه کی ګډون کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجیب الله زیارمل