د آلمان پارلمان یونان ته د دوهم واری مرستو د ورکولو په اړه پرېکړه کوي
۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبهاعلان
د آلمان پارلمان غواړي د یونان له پاره د دوهم واري مرستو د ورکولو په اړه پرېکړه وکړي. څرنګه چي د سوسیال دیموکراتانو او زرغون ګوند له خوا هم مثبت زیګنال ورکړل سوی دی، دغه پرېکړه به په اطمینان سره تصویب سي.
خو د تور ژیړ د آئیتلاف زیاتره وکیلان غواړي د هغه په مقابل کي مخالفي رايي ورکړي. دلته خبره د ۱۳۰ میلیارده یورو پر ورکولو ده چي د یورو وجهي صندوق ئې باید د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري دغه هیواد ته ورکړي.