1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پخواني لومړي وزير شرودر د شتاينماير ننگه وکړه

۱۳۸۵ بهمن ۱۳, جمعه

د آلمان پخواني لومړي وزير کېرهارد شرودر د بهرنيو چارو د اوسني وزير فرانک والتر شتاينماير ننگه کړې ده. په شتاينماير باندې دا تور لگول کېږي چې دی د يو آلمان کې زېږېدلي ترکي تبعه له گوانتانامو څخه د خوشي کېدو د ځنډ لامل کرځېدلی و.

https://p.dw.com/p/DKJz
گېرهارد شرودر (کيڼ لاس) او شتاينماير (ښي لاس)
گېرهارد شرودر (کيڼ لاس) او شتاينماير (ښي لاس)انځور: AP
د گوانتانامو د پخواني بندي مراد کورناز کيس په شتاينماير باندې فشار راوستی دی. شتاينماير پخوا د لومړي وزير شرودر د دفتر رئيس و. د آلمان په حکومت باندې دا تور لگول کېږي چې د امريکايانو يو وړانديز چې کورناز دې په 2002 کې له بنده خلاص شي يې رد کړی و. شناينماير به د پارلمان د يو پلټونکي پلاوي مخې ته په مارچ مياشت کې خبرې وکړي. هغه په دې ټينگار کوي چې د کورناز د خوشې کېدو «رسمي وړانديز» ورته نه و شوی.